|
روغتيا او ژوند: توکسوپلا زموزس | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د انسانانو او حيواناتو ترمنځ تر (٢٠٠) ډېرې ګډې ناروغۍ شته، چې له دغې جملې څخه يوه هم د توکسوپلازموزس ناروغي ده . توکسوپلازموزس يوه انتاني يا مکروبي ناروغي ده، چې عامل يې د (توکسو لازموګنادي) په نامه يو ډول مکروب دی، چې له حيواناتو، په تېره بيا پيشوګانو او د هغوی له فضله موادو سره د تماس په نتيجه کې انسان ته سرايت کوي. دغه ډول کېدای شي، چې حيواني محصولات، لکه اومې شيدې، اوم پنير او داسې نور د نوموړي ناروغۍ لامل وګرځي. په کابل کې د استقلال روغتون د چارواکو په وينا، هره ورځ چې څومره وينه معاينه کېږي نو (١٥) څخه بيا تر (٢٠) پوري يې توکسوپلازموزس ناروغۍ تشخيص کېږي. دغه ناروغۍ ځانګړي نښې نښانې نه لري خو له بروسلوز يا د خلکو په وينا له حيواني محرقې سره ورته والی لري، ځکه نو ډېر ځله داسې پېښېږي، چې خلک د دې ناروغۍ په په تشخيص کې تېروزي.
په توکسوپلازموزس اخته کسان تل تبه لري، د سستۍ او ناتوانۍ احساس کوي او د زکام نښې نښانې هم پکې ليدل کېږي. د توکسوپلازموزس تر ټولو عمده ستونزه په اميدوارو مېرمنوکې د ماشوم زيان کېدل دي. کېدای شي لويان او ماشومان هم په دې ناروغۍ اخته شي، خو په ښځوکې ډېره ليدل کېږي او د هغوی لپاره ډېرې ستونزې زېږوي. که چېري د يوې داسې مېرمنې وينه، چې ماشومان يې نقصان کېږي، معاينه شي، نو تر ډېره حده کېدای شي، چې د توکسوپلازموزس مکروب ولري. د ډاکټرانو په وينا، دا يوه لويه روغتيايي ستونزه ده ځکه که چېري يوه مور د تکسو لازموزس له کبله خپل ماشوم له لاسه ورکړي نو کېدای شي، چې له رواني ستونزوسره هم مخ شي. خوڅنګه کېدای شي، چې له دې ناروغۍ مخه ونيوله شي؟ په دې باب دکابل د استقلال روغتون يوه ډاکټره مسعوده رحيق داسې وايي:
”که چېري يوه مېرمن يو يا څوځله زيان وکړي، بايد خپله وينه معاينه کړي او د توکسو پلازموزس د مکروب د شتون په صورت کې دې خپله درملنه وکړي. که دغه معاينه د اميدوارۍ پر مهال او يا تر اميدوارۍ دمخه وي، پروا نه لري خو ښه به دا وي، چې ميرمنې تر اميدوارۍ دمخه خپله وينه معاينه کړي، چې په راتلونکې کې يې ماشوم زيان نه شي. ډېر ځله داسې ليدل شوي چې ځينې ناروغان د ډاکټر له مشورې پرته په کورنيو درملنو لاس پوري کوي. دغه کار نه يوازې دا، چې د هغوی ستونزې نه اواروي، بلکې نورې ستونزې هم ورته پېښوي. د ډاکټرې مسعودې رحيق په وينا، د توکسوپلازموزس ناروغۍ د مخنيوي لپاره بايد لاندې ټکي په پام کې ونيول شي: د حيواناتو له فضله موادو سره دتماس پرمهال دي لاسونه په پلاستيک کې ښه ونغاړي،
يا دې پلاستيکي دسکشې استعمال کړي او تر استعمال وروسته دي لاسونه په صابون ومينځي. شيدې بايد لږ تر لږه تر (٢٠) دقيقو پوري وايشول شي او د ايشېدو پر مهال دې ښې وښورول شي. د امکان تر حده دې د خام پنير له خوراک څخه ډډه وشي. تر حامله کېدو مخکې دې د مور وينه معاينه شي مېندې کولای شي، چې د اميدوارۍ پرمهال هم خپله وينه معاينه کړي. قصابان يا هغه څوک، چې له اومو غوښو سره کار لري، بايد تر کار وروسته خپل لاسونه او د کار وسايل، په صابون او پاکو اوبو ومينځي او هڅه دې وشي، چې نيمه پخه غوښه ونه خوړل شي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||