|
روغتيا او ژوند: ايذز | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
(HIV) ايډز يو داسې وايرس دی چې، د انسان د وجود مقاومت يا دفاعي سيسټم کمزوری اويا يې له منځه وړي چې، په نتيجه کې يې د انسان پر وجود هر ډول يرغل ته لاره اوارېږي. يانې بيا انسان د هغو ناروغيو له امله هم مري چې، د درملنې اوعلاج وړ دي. په افغانستان کې د ايډز د ناروغۍ د کنټرول د ملي پروګرام مسئول، ډاکټر سيف الرحمن وايي: ”په روان ميلادي کال کې د هېواد په کچه د ايډز نږدې (٢٤٥) مثبت او له (١٠٠٠) څخه بيا تر ( ٢٥٠٠٤) پورې مشکوکې پېښې ثبت شوي دي. دغه ډول د نړۍ په کچه (٤٠) مليونه کسان د ايډز په ناروغۍ اخته دي. د يادونې وړ ده چې، په افغانستان کې هم د ايډز ناروغي په چټکۍ سره مخ پر ډېرېدوده .
د غه ناروغي څرګندې نښې نښانې نه لري خو بياهم اوږد مهاله نسناستی، له يوې مياشتې څخه اوږده تبه، تر يوې مياشتي اوږد دستونې درد او په چټکه توګه دوزن بايلل يا ډنګرېدل يې عمده نښې دي. د ايډز د ناروغۍ ګڼ شمېرنښې نښانې د نورو ناروغيو نښو ته ورته دي، لکه د ستړيا احساس، د شپې له خوا تبه او خوله کول، په چټکۍ سره ډنګرېدل، وچ ټوخی، د خولې شړېدل، سابندي او داسې نورې نښې. لنډه داچې، هره هغه ناروغي چې، يوڅوک ورباندې اخته شي او هيڅ ډول درمل ورباندي اغيز ونه کړي نو دايډز د ناروغۍ شک ورباندې کېدای شي“. د ايډز د مخنيوي په لاروچارو پوهېدل خورا ضروري خبره ده. په دې اړه ډاکټر سيف الرحمن وايي: ”د ايډز وايرس کېدای شي چې، د ايډز په وايرس ککړ سرنج (د پېچکارۍ بمبه)، جراحي سامان آلاتو او نايي د چړې له لارې انتقال شي. که کومه ښځه يا سړی د ايډز په ناروغۍ اخته وي نو ددوی جنسي اړيکې هم يوبل په دغې ناروغۍ اخته کوي.
که دغاښونو برش د ايډز په وايرس ککړ وي اوبيا بل څوک دغه برش استعمال کړي نوهغه نفر هم د ايډز په ناروغۍ اخته کېدای شي. د دې ترڅنګ د مور د شيدو له لارې د هغې ماشوم ته هم دايډز ناروغي سرايت کوي“، خو که چېري د ايډز د ناروغۍ د مخنيوي لارې چارې وپيژندل شي او په هغه عمل وشي نوکېدای شي چې د ايډز د ناروغۍ د انتقال مخه ونيول شي. د دې لپاره چې د ايډز ناروغ له اروايي پلوه و نه ډارشي او دا زړورتيا پيداکړي چې خپلې ستونزې له ډاکټر سره شريکې کړي نوبايد له هغه سره د نورو خلکو په شان عادي چلند وشي اوهيڅ ډول کرکه ورڅخه ونه شي. د ايډز د مخنيوي لپاره بايد دا ټکي په پام کې ونيول شي: ”بايدوينه تر اخيستلو دمخه وکتل شي چې، د ايډز په وايرس ککړه نه وي.
ناروغ بايد دستنې لګولو پر مهال نوی سرنج له ځانه سره ولري او يا له روغتيايي کارکوونکو څخه وغواړي چې ستن يې په نوي سرنج ورته ولګوي. بايد خلک دخپل ژوند ملګري ته وفادار پاته شي، له زنا او له همجنس بازۍ څخه پرهېز وکړي. که يوه مېرمن او يا خاوند يې د ايډزپه ناروغۍ اخته وي، بايد يوبل خبرکړي“. د يادولو وړ ده چې، د ايډز وايرس د لاس ورکولو، يو ځاى کښېناستلو، يوځای ډوډۍ خوړلو، يوځای لامبلو او ښکلولو له لارې نه انتقالېږي. خلک بايد د هر ډول ناروغۍ د اوږدوالي په صورت کې خامخا ډاکټر ته ورشي چې، ناروغي يې تشخيص او درملنه يې وشي. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||