|
روغتيا او ژوند: د امېدوارۍ د دورې خطرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په کابل کې د رابعه بلخي او ملالۍ زېږنتون روغتونونو د چارواکو په وينا، دوی ته هره ورځ له پنځو څخه بيا شپږو پورې هغه ناروغانې ښځې راځي چې، د امېدوارۍ په دورې کې له خطرونو سره مخ وي. دغه ناروغۍ د وينې لوړفشار او د وجود پاړسوب دی چې، معمولاً د امېدوارۍ ترپنځمې مياشتې وروسته ميندوته پيداکېږي. خو دا چې، د اميدوارۍ پرمهال د وينې د لوړ فشار لاملونه څه دي، په دې باب په کابل کې د استقلال روغتون د لنګون اوښځينه ناروغيو ډاکټره ساجده شريف داسې وايي: ”د اميدوارۍ پر مهال د وينې لوړ فشار څرګند عوامل نه لري، خو ځينې نورې روغتيايي ستونزې شته چې، له امله يې د امېدوارۍ پر مهال د وينې فشار لوړېږي . د بېلګې په ډول که چېري يوه مور تر امېدوارۍ د مخه د وينې لوړ فشار يا د پښتورګو تکليف ولري نو دغه تکليفونه دامېدوارۍ پرمهال هم د وينې د فشار د لوړېدو سبب کېږي. دغه ډول روحی فشارونه، خوار ځواکي او خپلو خوړو ته پام نه کول هم د امېدوارۍ پرمهال د وينې فشار لوړوي.
اکثره وختونه د وينې له لوړ فشارسره د وجود پاړسوب هم ملګری وي. دغه پاړسوب معمولاً تر سترګولاندې اوپه پښو او لاسونو کې پيداکېږي. په دغه حالت کې تر ډېره حده امکان لري چې، د پروټينو د ضايعاتو له امله په ادرار کې بدلون راشي چې، په مجموع کې د وينې لوړفشار، پاړسوب او په ادرار کې تغير د (Preclampsia) په نوم يادېږي. که چېري د دې ناروغۍ درملنه پرخپل وخت و نه شي نو پرمختللي حالت ته رسېږي چې، تشنج يا Eclampsia نومېږي. په دغه حالت کې ناروغ بې سده او پښې او لاسونه يې کږېږي، له خولې څخه يې ځګونه راځي او په روحي فشار اخته کېږي“. ډاکټران په دې باور دي چې، هغه اعراض چې، د وينې د لوړ فشارله امله اميدوارو مېرمنو ته پيدا کېږي، ځينې وختونه مور او ماشوم ته ډېرخطرناک وي. لکه تر خپل وخت مخکې لنګون، د مور او ماشوم کمزوري او د ماشوم ضايع کېدل. يوه مېرمن په دې اړه داسې وايي:
”د لېوره ښځه مې اميدواره وه، حمله به ورباندي راتله، څوک به يې نه پېژندل، بې سده به شوه، لاسونه او پښې به يې کاږه شول، تابه ويل چې، پېريانو نيولې ده. بيا مو ملا ته بوتله، هغه ويل چې، اثر (پېری) ورباندي ناست دی، بيا يې په تياره کوټه کې بنده کړه او ډېره يې ووهله چې، پېريان يې ولاړ شي. خو تر دې وروسته يې ناروغي نوره هم سخته شوه، وروسته مو ډاکټر ته بوتله، هغه ويل چې، ماشوم يې مړ دی، دوې ورځې وروسته دا خپله هم مړه شوه“. د امېدوارۍ پرمهال د وينې لوړ فشار بېلابېلې نښې لري، په لومړيو وختونوکې ناروغ سردردي، د معدې سوی او ناتواني ځوروي چې، وروسته بيا د ناروغ په لاسونو، پښو اوتر سترګو لاندې يو ډول پاړسوب هم ترسترګوکېږي. په دريم حالت کې چې، د ناروغۍ خورا پرمختللی حالت دی، پر ناروغ شوک راځي، پښې او لاسونه يې کږېږي، ترخوله يې ځکونه راځي اوڅوک نه پېژني.
ځينې وختونه دامېدوارۍ پرمهال د وينې د لوړ فشار نښې نښانې داسې وي چې، خلک داسي ګومان کوي چې، پر ناروغ د مېرګي حمله راغله او يا د خلکو په وينا، ناروغ پېريانو نيولی دی. نو له دې کبله خلک کورنۍ درملنې ته مخه کوي او ناروغ له شيدو، مستو، غوښو او داسې نورو ګټورو خوراکونو څخه منع کوي. حال داچې، ډاکټران ناروغ ته د قوي او پروټين لرونکو خوړو وړانديز کوي. دا چې، د وينې دجګ فشار پرمهال په ادرار کې د وجود پروټين ضايع کېږي، نو بايد ناروغ ته ډېر پروټين لرونکي خواړه و رکړل شي او د وينې د فشارد ټيټېدو لپاره دي ناروغ دمالګې خوراک کم کړي. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||