|
روغتيا او ژوند: د سترګو غير مکروبي التهاب | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دسترګو هره برخه ځانته بېلې ناروغۍ لري، چې تر ټولو عام ډول يې (conjunctive) ياد سترګو د پردې التهابي کېدل دي، چې خلک يې د سترګو د مکروبي کېدو په نوم پېژني. د سترګو التهاب پردوه ډوله دی، چې يو يې مکروبي او بل يې غير مکروبي التهاب دی. د غير مکروبي التهابونو له ډلې څخه يو هم د سترګو الرژيک يا حساسيتي التهاب دی. دغه ډول ډېری ناروغان فصلي يا موسمي حساسيتونه لري، مانا داچې د کال په يوه مشخص موسم کې يې سترګې حساسيت ياغبرګون ښيي او التهابي کېږي. د يادولو وړ ده، چې غير مکروبي التهابونه ساري نه وي. د پسرلي په راتلوسره د ځينو کسانو سترګې حساسيت پيداکوي او التهابي کېږي، چې د سترګو دغه غبرګون د نزله بهار يا دپسرلي د رېزش په نوم يادېږي . خو پر دې سربېره نور شيان هم شته، چې د سترګو د حساسيتي التهاب لامل ګرځي؟ په دې باب په کابل کې د نور روغتون متخصص ډاکټر، کمال مسعود داسې وايي:
”لکه څنګه چې له نوم څخه يې ښکاري، د دې ناروغۍ اصلي لامل حساسيت دی. کېدای شي چې دا حساسيت د کال په يوه فصل کې وي او يا هم سترګې د ځينو نورو شيانو سره حساسيت ولري“. يوه مېرمن د خپلو سترګو د التهابي کېدو د لاملونو په هکله داسې وايي: ”ما ته پوره (٢٨) کاله دمخه، يانې هغه وخت، چې زه د ښوونځي په شپږم ټولګي کې وم، د سترګو تکليف پيدا شو. هغه وخت زه ماشومه وم او د دې ناروغۍ په علت نه پوهېدم، خو مور به مې راته ويل، چې پر سترګو دې کوم شی بد لګېدلی دی، وروسته مې پام شو، چې د هوا په سړېدو سره مې سترګې ښې کېږي خو دا روغتيا دايمي نه و، ځکه، يوکال وروسته، چې پسرلی راغی او ګلان وغوړېدل، نو زما ناروغي بيا پيل شوه. هره ناروغي ځانته عوامل لري، خو ځينې ناروغۍ بيا د اصلي عواملو تر څنګ تشديد کونکي لاملونه هم لري، چې نوموړې ناروغي زوروره او پياوړې کوي. په دې اړه ډاکټر کمال مسعود داسې وايي:
”په التهابي حالت کې سترګې ډېرې حساسې وي. دوړې، خاورې او ناپاک چاپېريال د ا نتان يا مکروب مداخلې ته لار اواروي. توده هوا د سترګو د وچېدو سبب کېږي (اوښکې لږوي) همدا راز په التهابي حالت کې سترګې تخريش (کا) کوي ځکه نو تېزه رڼا ورباندې بده لګېږي“. سترګې د وجود له خورا مهمو او حساسو غړو څخه شمېرل کېږي، نو که چېري لږ بې غوري هم ورسره وشي، بدې پايلې درلودای شي. ډاکټران په دې باور دي، چې په لومړي سرکې التهاب يوازي د سترګو په سپين کې وي، خو که چېري يې سمه درملنه و نه شي نو د سترګو تور ته هم غځېدای شي. د ډاکټر مسعود کمال په وينا، د سترګو په التهابي حالت کې د ناروغ سترګي سرې اوړي، اوښکې او خارش کوي او ناروغ داسې احساسوي، چې ګواکې په سترګه کې يې کوم شی لوېدلی دی“. ډاکټران په دې باور دي، چې سترګې ډېر نازک جوړښت لري نوکه د چا پر سترګه درد شي او يا کومه روغتيايي ستونزه ورته پيداشي بايد دکورنۍ درملنې پرځای ژر تر ژره ډاکټر ته ولاړشي.
وايي: وقايه تردرملنې ښه ده. ډاکټر کمال مسعود دسترګود حساسيتي التهاب په باب داسې وايي: ”هغه کسان چې سترګې يی له کوم شي سره حساسيت لري بايد خپل ځانونه له نوموړيو شيانوڅخه ليري وساتي “. هغه کسان چې موسمي حساسيت لري، د هغوی بشپړه وقايه ممکنه نه ده، خو ځينې داسې لارې شته چې د ناروغۍ شدت کمولای شي. لکه د ډاکټر په مشوره د مصنوعي اوښکو او داسې نورو درملو استعمال، په پاکو او سړو اوبو د سترګو پرېمنځل، د اتوماتو (تورو) عينکو کارول او داسي نورې لارې چارې. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||