|
روغتيا او ژوند: د زنګانه درد | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
زنګنونه د دې ترڅنګ چې د ناستې او ولاړې پرمهال راټول اوغوړېږي ځينې نورواړه حرکتونه هم لري چې له امله يې ناسته ولاړه اسانه کېږي. دغه راز د زنګانه په منځ کې کڅوړي ته ورته برخه هم شته، چې په منځ کې يې يوډول مايع يا اوبلن مواد پراته دي، چې دزنګانه حرکتونه اسانه کوي. د زنګنونو ډېره برخه له هډوکي او کړپندوکي يا ککرک څخه جوړه ده. کله چې دغه ککرک يا کړپندوکی وسولول شي نو دغه حالت ته د زنګنو سولېدل وايي. په کابل کې د ( ٤٠٠) بستريز روغتون چارواکي وايي چې، دوی ته هره ورځ له پنځو تر اووو پورې د زنګنونو په درد اخته ناروغان ورځي. ”حامد چې دکابل ولايت د پغمان ولسوالۍ اوسېدونکی دی، په دې اړه داسي وايي: زه چاغ يم، د زنګنونو له درد څخه ځورېږم، د ګرځېدو پر مهال لکړه ګرځوم. کله ناکله مې درد دومره په تکليف کړي چې بيخي خوب نه راځي“. د نړيوالې روغتيا د انترنتي ويب پاڼې په حواله: په نړۍ کې هر کال (٢٥٠٠٠٠) دغه ډول ناروغان جراحي عمليات کېږي“. د کابل د (٤٠٠) بستريز روغتون د اورتوپيډی څانګې متخصص ډاکټر، سيد رحيم جلالزی وايي: ”کله چې د زنګنونو کرپندوکې وسولول شي، نو په نتيجه کې يې د ورانه او د زنګانه هډوکي يو د بل سره نږدې اوهم سولول کېږي، چې سخت او اوږد مهالی درد پيدا کوي. دغه راز چاغوالی، د زنګنونو ناڅاپي حرکت، له يوسخت شي سره د زنګانه لګېدل او داسې نور هم د زنګنونو د درد سبب کېږي. د ياودلو وړده چې، د اوږده سفر پرمهال د موټر چلونکو او سپرليو زنګنونه هم درد کوي، ځکه چې د زنګنونو پر ککرکيو باندې يې زور ورځي او سولول کېږي“. د ننګرهار ولايت يوه مېرمن داسې وايي: ”کله چې به پرلارې تلم، نو زنګنونو به مې کړپی کاوه،
چې يوه ورځ مې يو زنګون غبرګ (قات) پاتې شو، بيرته نه غوړېده او له ډيره درده مې ساهم ورسره بندېدله“. ډاکټر جلالزی په دې باب وايي: پر لاره د تلو پر مهال په زنګانه کې د غږ پيداکېدل، د زنګانه په برخه کې د ناتوانۍ احساس او په نوموړې برخه کې اوږد مهالی درد د دې ناروغۍ له نښو څخه شمېرل کېږي“. د لوګر ولايت يوه مېرمن د خپلې تجربې په هکله داسې وايي: ”کله چې زما زنګنونه درد کوي نود ليمڅي (کراستي) يوه ټوټه په ژيړو غوړيو ښه غوړوم او بيا يې په زنګانه پورې تړم. دغه ډول کورکمن (زرچوبه) ټکوم، د وازدې له غوړيوسره يې ګډوم اوبيا زنګنونه په غوړوم چې له دې سره يې درد ښه کېږي“. خو ډاکټر جلالزی بيا په دې باور دی چې، د خلکو لپاره د زنګانه د درد علت معلومول يو ستونزمن کار دی، نو کله چې دوی د درد احساس کوي، بايد له درندو کارونو څخه ډډه وکړي او استراحت وکړي. د استراحت پرمهال دې هڅه وکړي چې، خپل زنګون د يوه نرم اوکوچني بالښت په وسيله له ځمکې څخه جګ وساتي او خامخا دي له ډاکټر سره مشوره وکړي“. د زنګنونو د سولول کېدو له امله رامنځته شوی درد د روماتيزم له درد سره ښکاره توپير لري. د روماتيزم درد په څو مفصلونو کې احساسېږي خو دا درد يوازې د زنګانه په برخه کې وي. |
بهرنۍ پاڼې بي بي سي د بهرنيو اېنټرنېټ پاڼو د محتوا مسووليت په غاړه نه اخلي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||