BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 12:13 گرينويچ 2007 ,09 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: د سترګو مکروبي التهاب

د سترګو مکروبي التهاب

په کابل کې دسترګو د کدري روغتون چارواکي وايي: ”موږ ته هره ورځ د (٢٥٠) په شاوخوا کې د سترګو په درد اخته ناروغان راځي، چې د ډېری ناروغانو د ناروغۍ علت د سترګو التهاب وي.

د سترګو مکروبي التهابونه پر دوو برخو وېشل کېږي: لومړی وايروسي التهابونه دي،

چې ډېری يې د يوې بلې ناروغۍ، لکه زکام، ستونې درد، شري او داسې نورو له امله پيداکېږي.

دوهم ډول يې باکټري (باکټريال) التهابونه دي. دغه ډ ول التهابونه ډېری يې بهرني عوامل لري.

د ويلو وړ ده، چې مکروبي التهابونه ساري او په اسانۍ سره له يوې ناروغې سترګې څخه بلې روغې سترګې او له يوه ناروغ څخه بل روغ سړي ته سرايت کوي.

د ناروغۍ نښې نښناې
د يوې ماشومې التهابي سترګې
 د سترګو سوروالی، له سترګو څخه د اوښکو اوچرک راتلل او خارښ (کا) کول له رڼاسره حساسيت د سترګو د التهاب عمومي نښې دي.
ډاکټر، محمد صفدر

په کابل کې د کدري روغتون موظف ډاکټر، محمد صفدر وايي:

”د سترګو د مکروبي التهاب تر ټولو عمده عوامل وايرسونه او بکټرياوې دي. ډېری وايرسونه پخپله د عضويت له لارې سترګو ته لار کوي

خو بکترياوې بيا اکثره د خارجي عواملو، لکه: ناوليو لاسونو، ککړې هوا، د مچانو شتون او په عام ډول د ځان او چاپيريال پاکوالي ته د نه پاملرنې له امله پېښېږي“.

د يوې ناروغۍ د نښو نښانو پېژندل د ناروغۍ په پېژندنه کې ډېره مرسته کوي.

د سترګو سوروالی، له سترګو څخه د اوښکو اوچرک راتلل او خارښ (کا) کول د سترګو د التهاب عمومي نښې دي.

خو د مکروبي التهاب د نورو نښونښانو په اړه ډاکټر صفدر داسې وايي: ”د علايمو له مخې د سترګو مکروبي او غير مکروبي التهابونه يوشمېر شباهتونه هم لري.

لکه دسترګوسوروالی، خارښ، له رڼاسره حساسيت او نور، خو مکروبي التهابونه بيا ځانته جلا علايم لري.

د سترګو ناروغۍ څنګه پيښيږي؟
د سترګو ناروغۍ
اکثره د خارجي عواملو، لکه: ناوليو لاسونو، ککړې هوا، د مچانو شتون او د ځان او چاپيريال پاکوالي ته د نه پاملرنې له امله پېښېږي“.
ډاکتر صفدر

د بېلګې په توګه په وايروسي التهاب کې لومړی يوه سترګه التهابي کېږي او بيا دويمې سترګې ته غځېږي.

پردې سربېره له سترګو څخه اوښکې راځي او د سترګو په کونجونو کې يو ډول ترشحات ليدل کېږي.

په باکټري التهابونوکې هم لومړی يوه سترګه التهابي کېږي او بيا ناروغي بلې سترګې ته لارپيدا کوي.

همدا راز سترګې ډېر غليظ ترشحات پيدا کوي او له خوبه وروسته باڼه سره نښتي وي.

دغه ډول سترګې اوښکې کوي، سوروالی لري او ناروغ داسې احساسوي، لکه په سترګوکې چې يې کوم شی ګرځي“.

د هرې ناروغۍ د علايمو په ليدو سره بايد خامخا د درملنې په فکر کې شو، چې ځينې خلک کورنۍ درملنې هم کوي. په دې هکله د کندهار ولايت يوه اوسېدونکې داسې وايي:

”په کندهار کې چې کله د چا پر سترګو درد شي، نو يو ډول کورني درمل په سترګو پورې کوي، چې له کف دريا، مرغلرو، ياقوتو او داسې نورو قيمتي غميوڅخه جوړېږي“.

خو ډاکټر صفدر بيا وايي: ”د سترګو التهاب يوه داسې ناروغي ده، که په لومړي سر کې يې درملنه وشي نو په لږ وخت کې يې د رغېدو امکان شته.

له ناروغۍ څخه د ژغورنې لارې چارې
 په ګډه دې له يوه رويپاک، روی جايۍ او بالښت څخه استفاده نه کېږي. په ورځ کې دې لږ ترلږه سترګې په پاکو اوبو ومينځل شي.
ډاکټر صفدر

خو که چېرې ناروغي پرمختللې شي او پرخپل وخت يې درملنه و نه شي نو په دې حالت کې مکروب د سترګو منځ ته لار پيدا کوي،

چې په نتيجه کې د سترګو ليد کمزوری او د ړندېدو امکان هم شته“.

دا چې د سترګو مکروبي التهاب يوه ساري ناروغې ده، نو و قايه د ناروغۍ په مخنيوي کې لويه ونډه لري.

د ډاکټرانو په وينا، روغ کسان بايد له ناروغانو سره ډېر تماس و نه کړي.

په ګډه دې له يوه رويپاک، روی جايۍ او بالښت څخه استفاده نه کېږي. په ورځ کې دې لږ ترلږه سترګې په پاکو اوبو ومينځل شي،

کثافات دې له استوګنځي څخه ليرې وغورځول شي او په مجموع کې دې د ځان او چاپيريال پاکوالي ته پاملرنه وشي.

د يوې مېرمنې په مخ داغونهروغتيا او ژوند
د مخ داغونه
د سترګو غير مکروبي التهابروغتيا او ژوند
د سترګو غير مکروبي التهاب
يوه ښځه او د هغې پيشوروغتيا او ژوند
توکسوپلا زموزس
چوره شوی ماشومروغتيا او ژوند
چوره
اميدواره ښڅهروغتيا او ژوند
د امېدوارۍ د دورې خطرونه
يو تن د ستنې لگولو په حالت کېروغتيا او ژوند
ايذز
د ملاريا مياشهروغتيا او ژوند
دماغي ملاريا
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>