|
روغتيا او ژوند: د وينې کمښت | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
وينه د انسان د وجود په سلوکې اته وزن جوړوي. د وجود د وينې اندازه له دريو څخه تر پنځو لېټرو پورې رسيږي چې، دغه اندازه د انسان د وزن او عمر له مخې په خلکو کې توپير کوي. کله چې د وينې سره کرويات لږ شي يا په بله وينا، په وينه کې د وسپنې کچه ټيټه شي، نو دې حالت ته کم خوني يا د وينې کموالی ويله کېږي. په دغه وخت کې د وينې د سپينو کروياتو کچه چې، د مکروبونو په مقابل کې ددفاع دنده لري، را ټيټېږي. د تنفس کولو پرمهال له هوا سره ګډ اکسېجن د سږو له لارې جذب او وينې ته رسېږي. وروسته نوموړی اکسېجن د وينې د سرو کروياتو او هيموګلوبينو په مټ د وجود نورو برخو ته رسېږي. که چېري د يو چا د وجود وينه لږ وي، د وجود نورو برخوته د ضرورت وړ اکسيجن نه رسيږي ځکه نو په وجود کې د اکسيجن کمښت د کم خونۍ ښکارندوی دی. يوه نجلۍ د خپلې کم خونۍ په باب داسې وايي: زما مياشتنی عادت ډېر وي، ځکه نو تل کم خونه يم“. ډاکټران وايي، کم خوني ډير لاملونه لري چې، له دې جملې څخه د مياشتني عادت ډېروالی او ماشومانو پرله پسې زېږول هم يادولای شو، ځکه نو کم خوني په ښځوکې ډېره ليدل کېږي. د کابل دسروبي ولايت يو اوسېدونکی ذکي داسې وايي: ”زه د موټر د ټکر له امله ټپي شوم، ډاکټر ته تر رسېدو دمخه ډېره وينه راڅخه ولاړه، له هماغه وخته راهيسې مې د وجود وينه لږ ده“. د يادونې وړ ده چې، پر يوه ځای وينه ضايع کول هم کم خوني رامنځته کوي. ان دا چې که پرخپل وخت ډاکټر ته و نه رسول شي، نو د مرګ خطر ورسره تړلی دی. په کابل کې د اندراګاندي روغتون مرستيال، نورالحق يوسف زی وايي:
د معدي زخم، بواسير، د وينې ضايع کېدل، په خېټه کې د چنګکي چنجيو درلودل، دمفاصلوپاړسوب، ټپونه اوسرطان دکم خونۍ لامل کېدای شي. دغه راز وسپنه لرونکي خواړه نه خوړل هم انسان کم خونه کوي. د وينې کمښت د زړه درزا يا تپش ډېروي، همدا راز زړه، پښتورګي، ماغزه او دماغ کمزوری کوي، آن داچې، د مرګ لامل هم ګرځي. د وينې د کمښت نښې نښانې په ډېرو برخوکې د ځينې نورو ناروغيو علايمو ته ورته دي، لکه د ضعف او ناتوانۍ احساس، سرګيچي، سردردي او د وجود لږه وده. اوس پوښتنه داده چې کم خوني کومې ځانګړې نښې کومې لري؟ ډاکټر يوسفزی:“ الوتی، د سترګو د کښتنۍ بر خې، ژبې او نوکانو سپين اوښتل يې ښکاره نښې دي. دغه ډول وجود ته د اکسېجن د نه رسېدو په سبب لاسونه او پښې مېږي مېږي کېدل هم د کم خونۍ له نښو نښانو څخه ګڼل کېږي. د کم خونۍ د درملنې په موخه ځينې خلک کورنۍ درملنې هم لري. په دې هکله يوه مېرمن داسې وايي:
”زما ماشوم کم خونه و، ما شات، شيدې، مغزيات، خيشته شوي کشمش او توری ورکړ“. ډاکټر پورتنۍ تجربې ګټورې وبللې او ددې ترڅنګ يې داسې وړانديز وکړ: ” کله چې په يوچاکې دغه ډول نښې وليدل شي، بايد ژر ډاکټر ته مراجه وکړي، خو ناروغ ته ”توری“ ورکول دګټې پرځای زيان لري. د کم خونۍ د مخنيوي تر ټولو ښه لاره په خوراک کې فرق يا تنوع ده. همداراز دې شنه سابه، ترکاري، غلې اومېوې ډېرې وخوړل شي. چای او قهوه دې لږ وکارول شي، په ځانګړې توګه د ډوډۍ وروسته دې چای او قهوه نه څښل کېږي، ځکه چې په ډوډۍ کې موجوده وسپنه له منځه وړي. په مياشت کې دې لږ ترلږه يوځل ځان معاينه کړي. وچې مېوې، لکه انځر، کشمش او داسې نورې دې ډېرې وخوړل شي. همداراز دې ويټامين سي لرونکي ميوې هم ډېرې وخوړل شي، د دې ترڅنګ دې د هغوناروغيو درملنه وشي چې، د کم خونۍ لامل ګرځېدلي دي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||