BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:10 گرينويچ 2007 ,25 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: د سړيو شنډوالی
د سړيو شنډوالی

بې اولادي يا د اولاد نه زېږولو ناروغي بېلابېل لاملونه لري چې ځينې يې په ښځو اوځينې يې په نارينه وو پوري اړه لري.

که چېري ښځه او خاوند تر يوه کال جنسي نږدې والي وروسته او د اميدوارۍ ضد وسايلو د کارولو پرته بيا هم ماشوم پيدانه کړي، نودې حالت ته عقامت يا بې اولادي ويل کېږي.

يو سړی د خپلې بې اولادۍ په باب داسي وايي: ”زما له واده څخه څلورکاله تېر شول، خو د اولاد څښتن نه شوم، څوځلې مې خپله مېرمنه ډاکټر ته بوتلل، خو ګټه يې ونه کړه.

بيا د ملګرو په لار ښوونه پخپله ډاکټر ته ولاړم، وروسته معلومه شوه چې ستونزه په ما کې ده،

اوس ډاکټران وايي چې زما د بې اولادۍ لامل هغه د کله چرک (غونډ وربوزی) ناروغي ده چې ما د مخه درلوده“.

د سړيو شنډوالی
 زما د واده څلور کاله کيږي، د ملګرو په مشروه ډاکټر ته ولاړم ډاکټرانو راته وويل چې زما علاج کيدونکی دی.
يو تن

دڅېړنو له مخې په سلوکې (٨٥) مېرمنې او مېړونه د خپل ګډ ژوند د لومړي کال په لومړيو کې او په سلوکې (٩٣) د خپل ګډ ژوند د لومړي کال په وروستيو کې د اولاد راوړلو ډېر ښه چانس لري.

خو تر واده دوه کاله وروسته بيا د اولاد راوړلو چانس کمېږي. کابو په سلوکې (١٥) مېرمنې او ميړونه د اولاد د نه درلودو له امله ځورېږي چې دغه شمېر ورځ په ورځ نور هم مخ پر ډېرېدو دی.

ډاکټره شفيقه برېښنا بابک وايي: ”د سړيو عقامت يا وچوالی بېلا بېل عوامل لري،

لکه د سپرم کمېدل او يايي په حرکت کې بدلون، د اوږد مهالو تناسلي ناروغيو لرل او سوزاک ناروغۍ يې عمده عوامل دي“.

کله چې ښځه او خاوند اولاد پيدانه کړي نو مېرمنې ډاکټر ته ځې خو مېړونه دومره ډاکټر ته نه ځي. په دې باب مېرمن مسعوده خپله کيسه داسي کوي:

”خاوند مې تر واده وروسته دوه کاله زما درملنه وکړه خو کله چې مې اولاد پيدا نه کړ، نو دوهم واده يې وکړ، بيايې هم اولاد پيدا نه کړ.

په سړو کې د شنډوالي علت!
د سړيو شنډوالی
سړيو عقامت يا وچوالی بېلا بېل عوامل لري،لکه د سپرم کمېدل او يايي په حرکت کې بدلون، د اوږد مهالو تناسلي ناروغيو لرل او سوزاک ناروغۍ يې عمده عوامل دي“.
ډاکټره شفيقه

څلور کاله وروسته يې دريم واده وکړ بيايې هم اولاد پيدانه کړ. يوه ورځ مې اړکړ چې ډاکټر ته ولاړ شي، کله چې ډاکټر ته ولاړ نو معلومه شوه چې ستونزه په ده کې وه .

يو کال وروسته مړ شو او موږ درې واړې ښځې بې اولاده، بې سرنوشته او کونډې پاتې شوو“. ډاکټره برېښنا بابک وايي:

”کله چې مېرمن او مېړه اولا د پيدا نه کړي بايد دواړه ډاکټر ته ولاړ شي او ځانونه معاينه کړي چې دا معلومه شي چې ستونزه په ښځه اوکه په خاوند کې ده؟

همدا راز بايد وچ نارينه په دې پوه شي چې دغه ناروغي تر ډيره حده د درملنې وړ ده“.

د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره بايد تر ډېره حده له لوېدلوڅخه ځان وساتل شي چې ملا اود ملا تير زيانمن نه شي.

همدا راز دي له نا مشروع جنسي اړيکو څخه په کلکه ډډه وشي.

دغه ډول دي د غونډ وربوږي (کله چرک) په شان مکروبي ناروغيو څخه ځان وساتل شي چې مکروب تناسلي دستګاه ته لار ونه مومي.

د ښځو شنډوالیروغتيا او ژوند
د ښځو شنډوالی
سينوزيټروغتيا او ژوند
سينوزيت
يوه ميرمنه چې د وينې له کمښت سره مخ دهروغتيا او ژوند
د وينې کمښت
بې خوبه ميرمنهروغتيا او ژوند
بې خوبي
د زنګانه دردروغتيا او ژوند
د زنګانه درد
د يوې ماشومې التهابي سترګېروغتيا او ژوند
د سترګو مکروبي التهاب
د يوې مېرمنې په مخ داغونهروغتيا او ژوند
د مخ داغونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>