BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:52 گرينويچ 2007 ,16 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: د ښځو شنډوالی

د ښځو شنډوالی
شنډوالی د زېږون د وړتيا نه درلودلو ته ويل کېږي.

شنډوالی د زېږون د وړتيا نه درلودلو ته ويل کېږي،

يانې که چېري ښځه اوخاوند تر يوه کال نږدې والي وروسته د امېدوارۍ ضد وسايلو له استعمال پرته بيا هم د ماشوم خاوندان نه شي دې حالت شنډوالی ويل کېږي.

د ماشوم نه درلودل يوه روغتيايي ستونزه ده چې علت يې هم په ښځو اوهم نارينه وو کې کېدای شي.

په دې باب يوه مېرمن چې مستوره نومېږي داسي وايي: ”دواده مې اته کاله کېږي خو اولاد نه لرم.

ترواده دمخه به مې مياشتنی عادت ځنډېده، زه فکر کوم چې همدا به مې دبې اولادۍ لامل وي“.

ډاکټره حنيفه وافي په دې اړه وايي: ”په ښځوکې د بې اولادۍ ستونزه څو علتونه لري.

لکه د شکرې ناروغي، د عمر ډېروالی، چاغي او په ولادي او تناسلي سيستم کې نيمګړتياوي“.

شنډوالی څه ته وايي؟
 تر يوه کال نږدې والي وروسته د امېدوارۍ ضد وسايلو له استعمال پرته بيا هم د ماشوم خاوندان نه شي دې حالت شنډوالی ويل کېږي.
د عامي روغتيا چارواکي

بې اولادي په داسې حال کې چې غوښتنه يي موجوده وي، د ښځې اوخاوند لپاره دخپګان او ناهيلۍ سبب کېږي.

له نېکه مرغه هغه ناروغۍ چې په ښځوکې دبې اولادۍ سبب کېږي تر ډېره حده ددر ملنې وړ دي.

هغه مېرمنې چې تر (٣٠) کلنۍ وروسته واده کوي، که چېري تر يوه کاله پوري يې ماشوم پيدا نه شي نو خامخا دي ډاکتر ته ولاړې شي.

همداراز هغه مېرمنې چې د(٣٥) څخه بيا تر (٤٠) کلونو په عمر کې ودونه کوي، هغوی دي تر واده شپږ مياشتې وروسته، د زېږون او ښځينه ناروغيو ډاکټرته ولاړې شي.

خو که ځينې ټکي ترواده دمخه په پام کې ونيول شي نو په ښځوکې دشنډېدو مخه تر يوحده نيول کېدای شي. دننګرهار ولايت يوه اوسېدونکې ګل جانه داسي وايي:

”په پېغلتوب کې چې به مې د مياشتني عادت پرمهال د درد احساس وکړ، نوسم دلاسه به ډاکټر ته ولاړم

او د مياشتني عادت پروخت به مې تل دځان پاکوالي ته پام کاوه، اوس دادی د درېو ماشومانو موريم.“

د ښځو شنډوالي لاملونه څه دي؟
يوه شنډه ښځه د دعا پرمهال
 په ښځوکې د بې اولادۍ ستونزه څو علتونه لري. لکه د شکرې ناروغي، د عمر ډېروالی، چاغي او په ولادي او تناسلي سيستم کې نيمګړتياوي“.
ډاکتره حنيفه وافي

ډاکتره حنيفه وافي په ښځوکې دوچوالي يابې اولادۍ دمخنيوي په باب داسي وايي:

” د ښځو دشنډېدو د مخنيوي په موخه دي د ښځو رواني حالت ته ډېره پاملرنه وشي.

که چېري بې اولاده ښځې مکروبي ناروغۍ ولري، نو دځان درملنه دي وکړي اوبل دي خپل وزن ته پام وکړي چې ډېرې چاغې نه شي.

همداراز که چېري نجونې د مياشتني عادت پر مهال درد يا ډېره وينه ولري اويايې مياشتنی عادت ځنډېږي، بايد ډاکټرته ولاړې شي.

د مياشتني عادت پرمهال دي خپلې پاکۍ او نظافت ته پاملرنه وشي، همداراز دي له کوټکس يا پاکو او اوتو شوي ټوکران استعمال کړي“.

سينوزيټروغتيا او ژوند
سينوزيت
يوه ميرمنه چې د وينې له کمښت سره مخ دهروغتيا او ژوند
د وينې کمښت
بې خوبه ميرمنهروغتيا او ژوند
بې خوبي
د زنګانه دردروغتيا او ژوند
د زنګانه درد
د يوې ماشومې التهابي سترګېروغتيا او ژوند
د سترګو مکروبي التهاب
د يوې مېرمنې په مخ داغونهروغتيا او ژوند
د مخ داغونه
د سترګو غير مکروبي التهابروغتيا او ژوند
د سترګو غير مکروبي التهاب
بهرنۍ پاڼې
بي بي سي د بهرنيو اېنټرنېټ پاڼو د محتوا مسووليت په غاړه نه اخلي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>