|
روغتيا او ژوند: سينوزيت | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
سينوزيټ د سينوس له کلمې څخه اخيستل شوې او سينوس دمخ د هډکو تر منځ هغو تشو ځايونوته ويل کېږي چې د پزې شاوخوا بارخوګانو او تندي په برخه کې موقعيت لري. نوموړې تش ځايونه د پزې سوري ته لار لري او په عادي حالت کې د نيم لېټر په اندازه يو ډول مايع مواد خارجوي چې د تنفسې لارو د لندېدو لامل ګرځي اوتنفس شوې هوا له مکروبي ذراتوڅخه پاکوي. خو کله چې د ځينو لاملونو له مخې نوموړي لارې بندې شي نو دغه خاليګاوې خپل مواد په سمه توګه نشي تخليه کولای او له بلې خوا دسينوسونو منځ ته دهوا دداخلېدو لارهم بندېږي. په نتيجه کې يې د دغو سينوسونو يا خاليګاوو په منځ کې مکروبونه راغونډېږي او د التهابي کېدو لامل ګرځي چې، د سينوسونو دغه ډول التهابي حالت ته سينوزيټ ويل کېږي. سينوزيت بېلابېل لاملونه لري. په دې باب يوه مېرمن وايي: ” کليوال ژوند دی، هرې خواته خاورې اودوړې دي. کله چې به مې ځای جاروکاوه او يا به مې تنورکاوه نوله دماغ څخه به مې اوبه راتلې. وروسته به مې پرسر هم درد شو، ډاکټر راته ويل چې دماغ دې چرک نيولی دی“. په دې باب د کابل په مرکزي کلنيک کې د غوږونو، ستوني اوپزې متخصص، ډاکټر محمد امان هايل وايي: ” وايرسونه، بکټرياوي او فنګسونه د سينوزيټ د ناروغۍ د مستقيمو عواملو څخه شمېرل کېږي. همداراز کېدای شي د مور په ګېډه کې هم د وينې له لارې د ماشوم دماغ التهاب پيدا کړي. امکان لري دغه التهاب د غاښونو له لارې سينوسونو ته لار پيداکړي اوياپه ناولو او بوکې لامبل هم ددې ناروغۍ يولامل وګرځي.
خو په عمده توګه سړه هوا او هغه شديد حساسيتونه چې د رېزش په بڼه څرګندېږي، د سينوزيټ اصلي لامل شي“. ډاکټر هايل په دې باب وايي: ” د مننجيټ يا د مغزو د التهابي کېدو ترڅنګ کېدای شي د سينوزيټ مکروب سترګو ته لار ومومي اوان سترګې ړندې کړي اويا دهډوکو د تور والي اوخرابېدوسبب شي“. د ډاکټرانو په وينا، په لويانوکې د سينوزيټ نښې، سخت سر درد، پر مخ د فشار راوړلو په صورت کې د درد احساس، د دماغ بندېدل، دپزې بدبوی اوداسې نور بلل کېږي. په ماشومانو کې بياله تبې سره اوږد مهاله زکام، د دماغ بندېدل، ټوخی، کانګې يا خواګرځی او د ماشوم نا ارامي يې عمده نښې دي. ډاکټران دې خبرې ته په اشارې سره چې سينوزيټ يوه انتانې (مکروبي) ناروغي ده خلکوته وړانديز کوي چې، ددغې ناروغۍ د نښو په ليدو سره ژر تر ژره ډاکټر ته ولاړ شي. همداراز لنده او مرطوبه هوا تنفس کول او مالګينې اوبه په پزه غړول (پزه پرېمنځل) هم ګټه لري. وايي چې، مخنيوی تر درملنې ښه دی، لکه څنګه چې مخکې يادونه وشوه، د سينوزيت يولامل حساسيت دی.
ځکه نود سينوزيت د مخنيوي يوه ښه لاره له هغو شيانو څخه ځان ساتل دي چې يوڅوک حساسيت ورسره لري. په دې باب د کابل ولايت يوه مېرمن داسي وايي: ”زه د عطرو له خوشبويۍ سره حساسيت لرم، پخپله هيڅکله عطر نه استعمالوم خو کله چې کوم محفل ته ولاړه شم ، نوهلته نورو خلکو عطر کارولي وي، زه هڅه کوم چې په ازاده هواکې کښېنم“. خو ډاکټر هايل په دې باب وايي: ”پزه له ترشحاتو څخه پاکه وساتل شي او حساسيت لرونکې کسان دې هڅه وکړي، له هغو شيانو ځانونه ليرې وساتې چې، حساسيت ورسره لري. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||