|
روغتيا او ژوند: خاوره خوړل | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
خواړه د کيفيت او موادو له مخې پر دوو برخو وېشل کېږي چې يوه برخه يې ويټامينونه او منرالونه جوړوي، په دغوخوړو کې تر ټولو مهم عنصر يې وسپنه او کلسيم دي. دانسان وجود دنورو معدني موادو په پرتله کلسيم او وسپنې ته ډېره اړتيالري. ماشومان په ( ٢٤) ساعتونو کې دوه ګرامه او لويان يو نيم ګرام کلسيمو ته اړتيا لري. وسپنه د وينې په جوړښت کې ونډه لری او د ادراک قوه غښتلې کوي. د وسپنې او کلسيم کمښت نه يوازې داچې بېلابيلې ناروغۍ زېږوي، بلکې سړی د خاورو خوړلو ته هم هڅوي.
يوه مېرمن چې د بلخ اوسېدونکې ده، وايي: ”درې کاله کېږي چې زما لور خاوره خوري، په علت يې نه پوهېږم، خو له همدې درکه تل په نس ناستې اخته وي. کېدای شي د هغې په وجود کې د غذايي موادو کمښت د هغې د خاورو خوړلو لامل ګرځېدلی وي، ځکه چې موږ بېوزله يو او ښه خواړه نه شو اخيستلای“. هاشمه چې د (٢٥) کالو ده وايي: ”زه د خاورو خوړلو عادت لرم، خو په دليل يې نه پوهېږم، د اتو مياشتو راپه دې خوا مې معده زخم شوې او د بواسيرو ناروغي هم راته پيداشوې ده“. روغتيايي کارپوهان وايي چې، د معدې زخم او بواسير هغه ناروغۍ دي چې په وجود کې د کلسيم او وسپنې د کمښت لامل ګرځي، په نوموړو ناروغيو اخته کسان د خاورو خوراک ته ميلان پيداکوي.
په کابل کې دماشومان اندراګاندي نومي روغتون مرستيال ډاکټر، نورالحق يوسفزی وايي: ”د خاورې د خوراک تر ټولو عمده لامل په وجود کې د وسپنې او کلسيم کمښت دی“. له خاورو سره معدني مواد ګډوي خو دغه مواد په مکروبونو لړلي وي. په وجود کې د دغو موادو د کمښت علت دکلسيم لرونکو موادو لږ خوړل او له وجود څخه ډېره وينه تلل دي. دغه ډول په وجود کې په سمه توګه د غذايي موادو نه جذبېدل، په معده کې د اسيډونو کمښت، د معدې زخم، بواسير او نورې ناروغۍ په وجود کې دکلسيم او وسپنې دکمښت لامل ګرځي. ماشومان د لويانو په پرتله ډېره خاوره خوري، ځکه چې د هغوی وجود وسپنې او کلسيمو ته ډېره اړتيا لري. داچې د وينې اړتيا هم د ماشومانو او نويو ځوانانو په وجود کې د لويانو په پرتله ډيره ده، نو هغوی ډېر ژر د کلسيم او وسپنې له کمښت سره مخ کېږي. ډاکټر يوسفزی په دې باب وايي:
”د وسپنې او کلسيم کمښت د وينې د لږوالي او هډوکو د ژر ماتېدو لامل ګرځي او ان د لاسونو او پښو د دايمي فلج کېدو سبب هم کېږي. له بلې خوا انسان د خاورې خوراک ته تمايل پيدا کوي. همدا راز په خاوره کې شته مکروبونه د نورو بېلابيلو ناروغيو لامل ګرځي لکه: نس ناستی، پېچش، د اسکريز اوکدودانې چنجيو او داسې نور چې، کله کله د انسان د مرګ سبب هم ګرځي“. کله چې په وجود کې د کلسيم او وسپنې کمښت رامنځ ته شي نو په دې حالت کې ناروغ ډېر نا ارامه ښکاري، د ستړيا او کسالت احساس کوي او رنګ يې الوتی وي. د باميانو ولايت يوه مېرمن داسي وايي: ”زما ماشوم خاورې خوړلې، ما د دې کار د مخنيوي لپاره په ټولو هغوځايونو کې مرچ ودوړول چې، ده به هلته خاوره خوړله او پر دې کار به مې وهل ټکول هم ورکول“.
روغتيايي کارپوهان په دې باور دي چې وهل، ټکول د خاورې له خوراک څخه د ماشومانو د خلاصون ښه لاره نه ده، بلکې بايد د ډاکټر له مشورې سره سمه د هغوی درملنه وشي. ډاکټر يوسفزی وايي: ”دغه ډول ناروغانو ته بايد کلسيم لرونکي خواړه لکه: شنه سابه، لبنيات او تازه مېوې ورکړل شي، دغه ډول بايد ماشومان د خپلو مېندو تر نظر لاندې وساتل شي. همدا راز دي په خوړو کې تنوع او رنګارنګۍ ته هم پام وشي، دمور رويو (شيرخورو) ماشومانو د مور خوراک ته هم بايد ډېره پاملرنه وشي“ . |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||