BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:00 گرينويچ 2007 ,08 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: د ماشومانو خپګان

خپګان د وړوکي ماشوم په څېره کې

کله چې انسان د غم او خپګان احساس ولري او دغه حالت تر دوو اوونيو ډېر دوام ومومي، نو دې حالت ته خپګان ويل کېږي.

خپګان يوه داسې ناروغي ده چې د انسان روح او اروا ته زيان رسوي.

ډېری خلک په ژوندانه کې له ځينو فشارونوسره د مقابلې له امله له رواني پلوه کمزوري کېږي چې دغه حالت په ماشومانوکې ډير ترسترګوکېږي.

لکه څنګه چې ماشومان له فزيکي اړخه د زور زياتي زغم نه لري، دغه ډول له رواني اړخه هم خورا حساس وي او کېدای شي چې هره پېښه ډ ېر ژړ د هغوی پر اروا اغېز وکړي.

په هغوځايونوکې چې جنګ، فقر او بدمرغۍ ډېرې وي،

نو هلته رواني خپګان دخلکو دژوند يوه برخه ګرځي چې، ماشومان د دغو قربانيانو په لومړۍ ليکه کې راځي.

خپګان څه ته وايي؟
تمنا
 کله چې انسان د غم او خپګان احساس ولري او دغه حالت تر دوو اوونيو ډېر دوام ومومي، نو دې حالت ته خپګان ويل کېږي.
ډاکټران

بايد ماشومان تل خوشحاله او ارام ژوندولري او له ټولو هغو مسئوليتونو څخه ليري وساتل شي چې،

په لويانو پوري اړه لري، خوله دې سره سره ځينې ماشومان دې ته اړکېږي چې دلويانو په شان کار وکړي.

تمنا چې د اوووکالو ده او د سړک پر غاړه دکانداري کوي داسي وايي: ”زه جوس، ژاولې او بسکيټ خرڅوم، په هغه ورځ چې مې ډېره سودا کړې وي نو زه ډېره خوشاله يمه.

خو په هغه ورځ چې مې سودا و نه شي نو زه ډېره خپه يمه. زه په دې پيسو باندې دکور لپاره ډوډۍ اخلم“.

د نورو عواملو ترڅنګ جنګونو او مهاجرتونو هم د ماشومانو پر روح ناوړه اغېز کړی دی.

د کابل په طبي پوهنتون کې د انساني چلند د علم استاد، ډاکټر محمد شريف شريف د دغه ډول ناروغيو دلاملونو باب داسي وايي:

”د جنټيکولاملونو ترڅنګ کورنی تاوتريخوالی جنګ، فقر، محروميت، د مور او پلار له لاسه ورکول، له ماشومانو څخه ناوړه ګټه اخيستل، درانه کارونه اوداسې نور يې عمده لاملونه دي.

يو ماشوم چې له خپګان سره لاس او ګريوان دی
 هغوځايونوکې چې جنګ، فقر او بدمرغۍ ډېرې وي، نو هلته په لومړي سره کې ماشومان د دغو بدمرغيو ښکار کيږي.
ډاکټر محمد شريف

خپګان د ماشومانو ورځني فعاليتونه تر تاثير لاندي راولي او هغوی خپل فکري تسلسل له لاسه ورکوي چې په پايله کې يې ذهن خرابېږي.

په ماشومانو کې د رواني خپګان د خطرونو کچه د هغوی د عمر په پرتله فرق کوي. کېدای شي هغوی له دې امله په اجتماعي ضد فعاليتونو لاس پوري کړي.

همدغه ډول د هغوی ورځني فعاليتونه کمېږي، اکاډميکې هڅې يي تر تاثير لاندې راځي، خپل فکري تمرکز له لاسه ورکوي او ذهن يي خرابېږي، ان داچې کېدای شي ځان مړ کړي“.

ارواپوهان په دې باور دي چې په خپګان اخته ناروغانوکې د نوموړي ناروغۍ ټولې نښې نښانې يوځای نه ليدل کېږي، خو ددې ناروغۍ ځينې روښانه نښې دادي:

”ماشوم تل يو ډول نيول شوی اوخپه ښکاري.

تر عادي حالت ډېر ارام وي، ډېري لوبې نه کوي، په خوب کې وېرېږي،

له فزيکي اړخه هم کمزوری او ناتوانه ښکاري، لږ خوراک او ډېرخوب او يا باالعکس ډېر خوراک او لږ خوب کوي.

وړوکی ماشوم
 مور او پلار بايد هڅه وکړي چې په کور کې يوه داسي فضا جوړه کړي چې ماشومان يې بې له کوم روحي فشاره روغ او سالم پاتي شي.
ډاکټر محمد شريف

رواني ناروغان بايد لومړی د ارواپوهانو تر څارنې لاندي ونيول شي، چې د ناروغۍ علت يې معلوم شي

او وروسته بايد د علت د له منځه وړلو او روحي لحاظه د هغوی د تقويه کولوهڅه وشي.

که چېري ناروغي پرمختګ وکړي نو طبي درملنه هم ضروري ده. مور او پلار بايد هڅه وکړي،

په کور کې يوه داسي فضا جوړه کړي چې ماشومان يې بې له کوم روحي فشاره روغ او سالم پاتي شي.

د زړه کمزوريروغتيا او ژوند
د زړه کمزوري
د سړيو شنډوالیروغتيا او ژوند
د سړيو شنډوالی
د ښځو شنډوالیروغتيا او ژوند
د ښځو شنډوالی
سينوزيټروغتيا او ژوند
سينوزيت
يوه ميرمنه چې د وينې له کمښت سره مخ دهروغتيا او ژوند
د وينې کمښت
بې خوبه ميرمنهروغتيا او ژوند
بې خوبي
د زنګانه دردروغتيا او ژوند
د زنګانه درد
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>