|
روغيا او ژوند: په ماشومانوکې ايدز | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د روغتيا وزارت وايي: (( تر اوسه په دې هيواد کې ٢٤٥ په ايدز اخته ناروغان ثبت شويدي. په دوی کې يې ٣ تنه ماشومان وو چې دوه يې په دې وروستيو کې مړه شول)). کله چې دايډز وايروس په وجود کې فعاليت ونه لري دHIV په نامه ياديږي، خو کله چې په فعاليت پيل وکړي بيا ايډز ورته ويلی شو. دا وايروس د وجود معافيتي سيستم له مينځه وړي او په نتيجه کې د نورو ناروغيو په وړاندي د وجود مقاومت ټيټوي. د UNAIDS چارواکي وايي: ((په نړۍ کې تقريبا٤٠ ميليونه کسان په ايدز اخته دي. همدارنګه د ماشومانو له حقوقو څخه د مدافع سازمان په حواله، په دې شميره کې ٢ ميليونه ماشومان چې عمرونه يي له پنځلسو کلونو کم ښودل شويدي. ځينې خلک فکر کوي چې ماشومان او نوي ځوانان په ايډز نه اخته کيږي، د پروان ولايت يو اوسېدونکی په دې اړه داسې نظر لري:
"ماشومان په ايډز نه اخته کيږي ځکه چې هغوی له اخلاقي پلوه پاک دي. "خو د روغتيايي کارکونکو په وينا٩٠٪ په ايډز اخته ماشومان دا وايروس له خپلو ميندو څخه چې په دې ناروغي اخته وې اخلي. دا ډول ماشومان د ډير وخت لپاره ژوند نه شي کولاۍ او ډيری يې تر پنځه کلنۍ مخکې مري. ډاکټر شينواری وايي: "له ناروغې مور څخه ماشوم ته د ايډز د وايروس انتقال، د اميدوارۍ، د زيږون (ولادت) او د شيدو ورکولو په وخت کې ډيرامکان لري." له بل لوري که د ماشومانو د سنتولو او يا د سر د خريلو پر مهال چاړه، د ايډز په وايروس ککړه وي، نو دا وايروس دروغ انسان بدن ته داخليدای شي، نا مشروع جنسي اړيکې هم په ايډز د اخته کيدو يو لوی خطر ګڼل شويدی. ډاکټر صيف الله شينواری زياتوي: چې د ايډز وايروس د لويانو په پرتله، د ماشومانو د بدن معافيتي سيستم ژر له مينځه وړي،
ځکه د هغوی بدن کمزوری وي، دا وايروس په لنډ وخت کې غلبه ورباندې کوي او وژني يې. په نړی کې تر اوسه د دي ناروغۍ د درملنې اساسي درمل نه دي جوړ شوي، نو ښه به دا وي چې ځانونه او خپل ماشومان له دې خطرناک وايروس څخه وژغورو. په دي برخه کې د خلکو پوهه ډيره ضروري ده. بل لوی خطر د ناروغي پټول دي همدا راز نوي ځوانان بايد له جنسي اړيکو څخه ځانونه وساتي، له يوه سرنج يا يوې پاکۍ څخه په ګډه استفاده ونه شي. که کوم ناروغ وينې ته اړتيا ولري، وينه بايد چک شي. د دې خبرو په پام کې نيولو سره کولۍ شو خپل ځانونه د ايډز له خطرناکي ناروغۍ څخه وساتو. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||