|
د ابادۍ غږ: د حاجيانوهرکلي اوډ ېر لګښتونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
حج د اسلام له پنځو بناوو څخه دی چې پر هرمسلمان، نر او ښځې باندي د ځانګړو شرايطو په چوکاټ کې فرض دی. په افغانستان کې داسي يو دود دی چې کله حاجي خپل کور ته راستنېږي نوخپلوان يې د هغه د هرکلي لپاره ځانګړي ترتيبات نيسي، د دې ترڅنګ خلک حاجي او حاجي خلکو ته تحفې ورکوي. د پکتيا ولايت يو او سېدونکى ګل ببرى وايي: ”پروسږ کال مې پلار او مور حج ته تللي وو، کله چې راستانه شول، د کابل له هوايي ډګر څخه مې ترکوره پوري په ګلپوش موټر کې بوتلل. زموږ خپلوانو هم پنځه نور موټرونه ګل پوش کړي وو او نور پنځوس موټرونه بې ګلونو ددوی د هرکلي لپاره راغلي وو.
کله چې کلي ته ولاړو هلته مو د خپل پلار او مور په پښوکې غوا ورحلاله کړه، همدا رنګه مو قصاب ته وويل چې زموږ کور ته تر پنځوسو ورځو پورې هره ورځ (١٥) کيلو غوښه راولېږي. ځکه چې ډېر خلک مبارکۍ ته راتلل، له دې پرته ما ټولو کليوالو ته تحفې هم واخيستې، د مثال په توګه ګوتمۍ، جاى نماز، تسبيح ، روی پاک، ځان پاک اوداسي نور. که دا کار مې نه وای کړي نو بيا خلکو پېغور راکاوه او ويل به يې چې د خپل پلار او مور قدر يې و نه کړ او يا به يې ويلای چې شوم دى، اوس دغه ډول لګښتونه زموږ رواج ګرځېدلى دى“. خو د بدخشان ولايت يو اوسېدونکى محمد عزيز بيا وايي: ”دغه ډول رواجونه ټول خرافات او بې ګټې کارونه دي چې اکثره يې خلکو له بهرنيو هيوادونو څخه له ځان سره راوړي دي. ځکه چې پخوا به خلکو د حاجيانو لپاره دومره بې ځايه مصارف نه کول او نه هم خلکو له حاجيانو څخه د تحفو تمه لرله، بلکي له حاجي څخه به يې يوازي د دعا، خرما او زم زم اوبو تمه لرله“. خو د پکتيا ولايت يو اوسېدونکی محمد شفيق وايي:
”موږ په قومې کچه پرېکړه وکړه چې د حاجي د هرکلي مصارف راکم کړو، اوس څوک دغسي مصارف نه کوي، که يې وکړي نو ملامت ګڼل کېږي“. مولوي ښايسته مير وربل بيا دغسي لګښتونه د اسلام له نظره نارواګڼي، دی وايي: ”دغسي بې ځايه لکښتونه اسراف دى او اسراف ګناه ده، په شريعت کې هيڅ جواز نه لري. که دغه ډول دودونه دوام پيدا کړي، نو ښکاره خبره ده چې زموږ اصيل کلتوري ارزښتونه متاثره کېږي، ځکه چې بېچاره خلک دومره وس نه لري او له حج کولو څخه پاته کېږي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||