|
روغتيا او ژوند: امېدواره مېندې اود خاورو خوړل | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د څېړنو له مخې په وجود کې د ځينو ضروري موادو کمښت امېدواره مېندي د خاورو خوړلو ته هڅوي، ځکه چې اميدواره مېندې د نورو ښځو په پرتله دوه برابره خوړو ته اړتيا لري. ډاکټره شفيقه برېښنا بابک وايي: ”که چېري د اميدوارو مېرمنو په خوړو کې په پوره اندازه کلسيم او وسپنه نه وي، نو هغوی د خاورو خوړلو ته هوا کېږي“. وسپنه او کلسيم هغه مواد دي چې د مور په ګېډه کې دماشوم د هډوکو، وېښتانو او نوکانو په جوړښت کې لويه ونډه لري. اوس به دې ته راشو چې ولې امېدواره مېندې د دغو موادو له کمښت سره مخ کېږي؟ دلنګون او ښځينه ناروغيو ډاکټرانې هره يوه حنيفه وافي، برېښنا بابک او د ماشومانو ډاکټره زبيده صديقي وايي:
”پرله پسې ماشومان زېږول هم د مور په وجود کې دکلسيم دکمښت لامل ګرځي. ځکه چې امېدوارې مېندې دنورو ښځو په پرتله دغو موادو ته ډېره اړتيالري“. د بدخشان ولايت يوه مېرمن داسې وايي: ”ما د امېدوارۍ پرمهال خټې خوړلې، اوس ډاکټران راته وايي چې ستا وينه لږده“. ډاکټره برېښنا وايي: ”په وجود کې د ځينو ناروغيو شتون، لکه د معدې زخم، د اميدوارۍ پرمهال د وينې لږوالی او په مياشتي عادت کې ډېره وينه تلل دکلسيم او وسپنې دکمښت لامل ګرځي. دغه ډول پرله پسې ماشومان زېږول هم دامېدوارو مېرمنو په وجود کې دکلسيم اووسپنې د کمښت لامل کرځي، له همدې خاطره نو د اميدوارو ميرمنو د خاورو خوړلو ته هوا کېږي“. دکابل ولايت يوه مېرمن داسي وايي: ”د امېدوارۍ په وخت کې مې ډېره خاوره خوړل، ځکه به تل په نس ناستې اخته وم، ډاکټر له دغه کاره منع کړم، خو ما ونه شوکولای چې خاوره خوړل پرېږدم. کله چې مې ماشوم پيدا شو نو ډېر ضعيفه او کمزوری و، ډاکټرانو ويل چې ته د خاورو خوړلو او پرله پسې نس ناستي خوارځواکې کړې يې، ځکه دي ماشوم هم کمزوری دی“.
په وجود کې د وسپنې او کلسيم کمښت بېلابيلې ناروغۍ زېږوي او انسان د خاورې خوراک ته هڅوي چې خاوره د نس ناستې، پېچش، په کولمو کې د چنجيواو نورو ناروغيو د پيدا کيدو سبب ګرځي. اميدواري يوه خورا حساسه او د پام وړ دوره ده، ځکه نو د دغو ناروغيو شتون د هډوکو د ورستېدو عامل ګرځي. ډاکټره بابک وايي: هغه مېرمنې چې خاوره خوري، تر ډېره حده امکان لري چې، ماشوم يې له وخت څخه د مخه پيداشي اويا ماشوم يې ضايع شي. د مور په خېټه کې ماشوم خوار ځواکی او وزن يې لږېږي، نوکان، وېښتان او غاښونه يې سمه وده نه کوي او آن د زړه ناروغۍ ورته پيداکېږي. د مور وجود ناتوانه کېږي، زړه يې کمزوری کېږي. دغه ډول د سالڼدۍ احساس کوي اعصاب يي نا ارامه وي، خاورې خوړلوته يې هواکېږي چې دا ټولې په وجود کې د وسپنې اوکلسيمو د کمښت نښې نښانې دي“.
کله چې يوه مېرمن په خپله امېدوارۍ پوه شوه، هڅه دي وکړي چې کلسيم اووسپنه لرونکي خواړه ډېر وخوري، لکه شنه سابه، لبنيات، هګی، تازه مېوې اونور. دغه راز دي له ډاکټر سره مشوره هم وکړي. د وينې لږوالي، د معدې زخم او داسې نورې ناروغۍ بايد تداوي شي. يوه امېدواره مېرمن بايد له هر اړخه د حمل لپاره چمتو وي چې د کلسيم او وسپنې له کمښت سره مخ نه شي. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||