BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 08:58 گرينويچ 2008 ,19 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: ځوانان او رواني خپګان

يوه ځوان هلک چې له رواني خپګان سره لاس او ګرېوان دی
رواني خپګان د انسان پرعواطفو، افکارو اوکړو وړو بد اغېز کوي .
رواني خپګان د مقابلې يوه داسې بې ساري لارده چې، د انسان ذهن يې د خورا سختو او دردوونکو روحي فشارونو سره د مقابلې لپاره خپلوي.

انسان له روحي پلوه د ټولو هغو بهرنيو لاملونو په وړاندې غبرګون ښيي چې، انسان په هغوی خبر دی، خوپه يوه نه يوه ډول ځنې بې برخې او ليري پاتي شوی دی.

ځکه نوهرڅوک کله نا کله د غم او خپګان احساس کوي، خو کله بيا داسي هم پېښېږي چې همدا خپګان د ژوندانه د خوند او لذت خنډ ګرځي.

په دغه ترڅ کې نوې ځواني يا بلوغ هغه پړاو دی چې پکې د انسان په روحي او جسمي جوړښت کې خوراډېر بدلونونه راځي اوله رواني اړخه انسان خورا حساس وي چې، له حالاتوڅخه ډېر ژر متاثرکېږي.

داچې انسان په کوم عمر کې ځوان بلل کېږي، په دې باب بېلابېل نظريات موجود دي، ځينې خلک له ( ١٢) څخه نيولې بيا تر( ١٩ ) کلنۍ پوري د ځوانۍ عمر ګڼي

ډاکټر قريشي
 نوې ځواني د ژوند په بڼ کې لکه پسرلی داسي ګڼل کېږي،داسي هم ويل کېږي چې نوې ځواني د جنون يوه برخه ده، په دې پړاوکې انسان ځان ته شخصيت غواړي.
ډاکټر قريشی

خوځينې بياله ( ١٥ ) کلنۍ څخه تر شل کلنۍ پوري عمر نوې ځواني بولي.

اوس پوښتنه داده چې ځواني څه ډول يوه دوره ده او په دې دوره کې د انسان په جود کې کوم ډول رواني اوجسمي بدلونونه راځي؟ يوه مور په دې باب وايي :

” زما زوی اول ډېر ارام و، اوس يې خوی تغير کړی او په هره خبره کې ضد کوي ، تل وايي چې دا شی غواړم، هغه نه غواړم ، دا خورم هغه نه خورم، دلته کښېنم، هلته نه کښېنم.

زه فکرکوم چې دی ډېر بې تربيه شوی دی، هيڅ نه پوهېږم چې څه ورسره وکړم؟ “ خو په کابل کې د رواني روغتيا د روغتون مرستيال ډاکتر، عبدالاحد قريشي په دې باب وايي:

”نوې ځواني د ژوند په بڼ کې لکه پسرلی داسي ګڼل کېږي،داسي هم ويل کېږي چې نوې ځواني د جنون يوه برخه ده، په دې پړاوکې انسان ځان ته شخصيت غواړي، ځکه نو ډېر سرکښه وي.

په دغه دوره کې د هغوی په جسم کې ډېر تغيرات راځي، خو دغه تغيرات يوطبيعي عمل دی، چې هر انسان ورسره مخ کېږي.“

 زما زوی اول ډېر ارام و، اوس يې خوی تغير کړی او په هره خبره کې ضد کوي ، تل وايي چې دا شی غواړم، هغه نه غواړم او داسې نور.
يوه مور

ټولنيز کار پوهان وايي چې، خوښ اوخوشحاله اوسېدل بايد له زانګو څخه ماشوم ته ور زده کړل شي

چې هغوی د ژوندانه په وروستيو پړاونو کې وکولای شي، خوشحاله ژوند او بشپړه روغتيا ولري.

د ځوانانو رواني خپګان بېلابېل عوامل لري، لکه اجتماعي ناامني، په ژوندکې د يوه مشخص هدف نه لرل،

د يوه سالم مصروفيت نه لرل، د کور کړکېچنه فضا، د ځوانانو سپکاوی او داسي نور.

د انسان جسم او روان يو له بل سره خورا صميمي رابطه لري، ځکه نوکله چې يوه برخه اغېزمنه شي،

تاثيرات يې پر بله برخه هم لوېږي. رواني خپګان د انسان پرعواطفو، افکارو اوکړو وړو بد اغېز کوي .

په ځوانانو کې د خپګان عوامل
په خپګان کې ډوب ځوان
 د ځوانانو رواني خپګان بېلابېل عوامل لري، لکه اجتماعي ناامني، په ژوندکې د يوه مشخص هدف نه لرل، د يوه سالم مصروفيت نه لرل، او داسې نور.
ډاکټر قريشي

انسان خپل فکري تسلسل له لاسه ورکوي او له ژوند څخه خوند نه اخلي، ان داچې له ځينو دغه ډول ځوانانو سره دځان وژنې فکر هم پيداکېږي. ډاکټر قريشي په دې اړه وايي:

” کله چې ځوانان په رواني خپګان اخته شي نو هغوی خپل ځانونه ګنهکاره احساسوي،

پر خپل ځان اعتماد له لاسه ورکوي ، له کورنۍ او ټولنې څخه ليري کېږي او ځان بې ارزښته ورته ښکاري“ .

ترڅوچې دناروغۍ عامل پيدا اوله بېخه و نه ايستل شي د ناروغۍ درملنه ناشونې ده.

ډاکټر قريشي وايي:” د روحي ناروغانولپاره ددرملنې دوې لارې شته چې،يوه يې روان درملنه اوبله يې دارودرملنه ده.

روان درملنه د درملنې هغه منل شوي اصول دي چې، د يوشمېر تمرينونو يا عملي کارونو له لاري د اروا پوهانو له مشورې سره سم تر سره کېږي او دارو درملنه بيادډاکټرانو له خوا ددرملو له لاري کېږي.

 موراو پلار بايد دامکان ترحده د خپلو اولادونو سالمې غوښتنې ور پوره کړي، خوکه دا کار ممکن نه وي، نوبيا دي هغوی ته قناعت ورکړي .
ميرمن سکينه

نوې ځواني يوه خورا حساسه مرحله ده، په دې دوره کې انسان د کوچنيوالي له پړاوڅخه وزي او د ځوانۍ مرحلې ته ننوزي.

ځکه نو ځانونه ډېرستر ورته ښکاري او دجلا شخصيت جوړولو په لټه کې وي .

مېرمن سکينه صافۍ په دې باورده چې موراو پلار بايد دامکان ترحده د خپلو اولادونو سالمې غوښتنې ور پوره کړي، خوکه دا کار ممکن نه وي، نوبيا دي هغوی ته قناعت ورکړي .

ډاکټر قريشي هم په دې باور دی چی، مور او پلار بايد له خپلو اولادونو سره د يو دوست په شان چلند وکړي،د هغوی له ستونزو دي ځانونه خبرکړي او هڅه دي وکړي چې هغوی له خپګان څخه ليري وساتي.

يو تن د سګرټو له دود سرهروغتيا او ژوند
لوګی
امېدواره مورروغتيا او ژوند
امېدواره مېندې اود خاورو خوړل
په ماشومانو کې خاوره خوړلروغتيا او ژوند
خاوره خوړل
په اېډز اخته ماشومانروغيا او ژوند
په ماشومانوکې ايدز
خپګان د دې ماشومې په څېره کېروغتيا او ژوند
د ماشومانو خپګان
د زړه کمزوريروغتيا او ژوند
د زړه کمزوري
د سړيو شنډوالیروغتيا او ژوند
د سړيو شنډوالی
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>