BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:01 گرينويچ 2008 ,20 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند : ماشومان او د زړه کمزوري

ماشوم
ځينې ناروغی ددې لامل کيږي چې د ماشوم زړه کمزوری شي.
زړه د انسان د وجود له مهمو غړو څخه دی چې، د سينې يا ځيګر په کيڼه خواکې پروت دی او دنده يې وجود ته دوينې او اکسېجن رسول دي.

کله چې زړه په خپله دغه دنده کې پاتې راشي ياني په سمه توګه خپله وظيفه اجرا نه کړای شي، نودغه حالت ته د زړه کمزوري ويل کېږي .

تاسوبه ليدلي وي چې ځينې ماشومان تر زېږېدنې وروسته ډېر نا ارامه وي اوکله چې ډاکټر ته يووړل شي نومعلومه شي چې زړه يې کمزوری شوی دی.

دغه ډول ځينې ماشومان چې لږ غټ شی نو زړونه يې کمزوري شي. خوايا کله مو داسې يوماشوم ليدلی چې زړه يې کمزوری وي؟ ايا پوهېږئ چې داناروغي څنګه پيدا کېږي؟

يوه مور وايي چې زما وينه د اميدوارۍ په وخت کې لږ وه ،کله چې مې ماشوم وزېږېده نو د هغه وينه هم لږ وه، ياني کم خونه و چې، له همدې امله يې اوس زړه کمزوری شوی دی .

ډاکټرنورالحق يوسفزی وايي چې، په ماشومانو کې د زړه د کمزورۍ عوامل پر دوو برخو وېشلای شو.

ترکال پورته ماشومان،د پښو له پاړسوب ، د زړه د ضربانو له ډېرېدو او د وزن له بايللو سره مخامخ کېږی.

يوهغه عوامل دي چې، ماشوم د مور په ګېده کې وي اوبل هغه عوامل دي چې تر زېږېدنې وروسته وي.

د بېلګې په توګه که مور دامېدوارۍ پرمهال کومه ناروغۍ ولري، لکه توکسوپلازموزس، بروسلوزس او داسې نور، له همدې امله د هغې د ماشوم زړه کمزوری کيږي.

يا کېدای شي چې تر زېږېدو وروسته يې ماشوم ته دځينو ناروغيو، لکه خوارځواکۍ، کم خونۍ ، پرله پسې سينه بغل اوداسې نورو له امله د زړه کمزوري پيداشي .

دغه ډول ارثي عوامل هم درلودای شي. کله چې د يوه ماشوم زړه کمزوری شي، نو د وجود مهمو غړو

لکه پښتورګو، سږي ، دماغ او داسې نوروته په کافي اندازه وينه نه رسېږي چې، په دې ډول د ماشوم ژوند له خطر سره مخ کېږي.

مېرمن انيسه وايي : ” زما ماشوم شيدې نه شي رودلای، د ستر په کښتنۍ برخه کې يې شينوالی ليدل کېږي، ډېر ژاړي او ورځ په ورځ کمزوری کېږي“.

په ماشومانوکې دا نښې نښانې د هغوی د عمر په پرتله توپيرکوي. هغه ماشومان چې عمر يې تريوه کال کم وي، ډېر ژاړي، شونډې يي شنې وي اوپه سمه توګه شيدې نه شي رودلای.

زړه
د سالم زړه د درلودلو لپاره د نورو ناروغيو درملنه ضروري ده.

خو هغه ماشومان چې عمر يې تريوه کال ډير وي،د پښو دبندونو پاړسوب ، د زړه د ضربانو ډېرېدل او د وزن بايلل يې عمده نښې بلل کېږی.

ددې لپاره چې ماشوم مو د زړه په کمزورۍ اخته نه شي، بايد مېندي د اميدوارۍ په وخت کې خپل خوراک او روغتيا ته پام وکړي.

بايد د توکسوپلازموزس، بروسلوز کمخونۍ اوداسي نورو ناروغيو درملنه وشي، همداراز که چېري ماشوم په نورو ناروغيو اخته وي، بايد درملنه يې وشي.

يخ سوځولو روغتيا او ژوند
د يخ سوځولو لومړنۍ مرستې
مات هډوکیروغتيا او ژوند
د هډوکو ماتېدل او لومړنۍ مرستې
دوه تنه چې ګاز نيولي ووروغتيا او ژوند
ګاز نيول
رواني خپګان او دا نجلۍروغتيا او ژوند
ځوانان او رواني خپګان
يو تن د سګرټو له دود سرهروغتيا او ژوند
لوګی
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>