|
روغتيا او ژوند: د هډوکو ماتېدل او لومړنۍ مرستې | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په سړه هوا کې چې ځمکه کنګل وي، پر ځمکه د ښويېدو اولوېدو امکان ډېرېږي چې ورسره د وجود دهډوکو د ماتېدوکچه هم لوړېږي . کله چې د هډوکو ترمنځ پيوستون له منځه ولاړ شي او فرق پکې راشي، دې حالت ته د هډوکو ماتېدل وايي. د هډوکو ماتېدل دوه حالتونه لري چې، يو يې پرانيستی او بل يې هم سرپټی حالت دی. پرانيستی حالت دې ته وايي چې دهډوکې د ماتېدو ترڅنګ د هماغې برخې پوستکی هم څيري او پرهر ځينې جوړشي . سرپټی حالت بيادې ته وايي چې، هډوکی مات شي خو ظاهراً يې ټپ نه ليدل کېږي. په کابل کې دماشومانو لپاره د اندراګاندي نومې روغتون مرستيال او د هډوکو د څانګې متخصص ډاکټر، خليل الله هودخېل د مات شوي غړي دنښو نښانو په باب وايي: ” په اغيزمنه شوې برخه کې د ژور درد احساس ، اکثرًا د ټپ موجوديت، پړسوب، د ژوبلې شوې برخې د شکل تغير او د ژوبلې شوي برخې دلمسولو پرمهال حساسيت ( دردېدل ) دی.
همدا راز د اغېزمن شوي غړي ناتواني او بې حرکته پاتې کېدل يې عمده نښې دي“. له طبي اړخه لومړنۍ مرستې د درملنې هغه منل شوي اصول دي چې، د ناروغ لپاره سمدلاسه کارول کېږي. خولومړنۍ مرستې هم ځان ته ترتيب لري. که څه هم لومړنۍ مرستې د ناروغ د حالت په څرنګوالي پورې اړه لري، خوبياهم لومړی ځينو مهمو ټکيو ته پام کول په کار دی . په دې اړه بياهم ډاکټر هودخېل: که چېري د ناروغ تنفسي سيسټم ښه نه و، نومصنوعي تنفس دي ورکړل شي او که د زړه ضربان يې نارمل ( عادي ) نه وي نو د لاسونو په ورغوو دي د ځيګر پر قفس لږ فشار راوړل شي. بيا دي ژر لاسونه ځنې ليري شي چې دغه کار د يوه پمپ بڼه ولري. دغه ډول د وينې بهېدو دمخنيوي لپاره دوې لارې شته : که چېري وينه له شريان څخه بهېږي اويا دارۍ وهي (د فوران بڼه ولري ) په دغسي حالت کې دي د ټپ پورتنۍ برخه وتړل شي او که وينه له وريد څخه بهيږي نوخپله ټپ دي وتړل شي. ځينې خلک پر ټپ باندې يخ ( يخی ) هم ږدي چې دغه کارځينې وختونه بدې پايلې درلودای شي. کله چې له ناروغ سره دغه مرستې وشوې، دهغه د عمومي حالت په اړه معلومات وشو او وضعيت کنټرول شو، په دوهم پړاوکې بايد خپله دمات شوي غړي سره لومړنۍ مرستې وشي. روغتيايي کارپوهان په دې باور دي چې، مات شوی غړی بايد بې حرکته اوپرخپل حال پرېښودل شي. دکابل ښار د دوهم ټولګي يو زده کوونکی ساجد وايي : ” ما د ښوونځي مخ ته پر کنګل ( يخي ) لوبې کولې چې ولوېدم او پښه مې ماته شوه، زموږ ښوونکي زما ماته شوې پښه له روغې پښې سره را وتړله او وروسته يې زه کورته ورسولم“ . ډاکټر هود خېل په دې باب وايي :” مات شوی غړی بايد بې حرکته پاته شي ،که لاس وي په غاړې کې دي واچول شي او که پښه وي نو له يوه لرګي سره دي وتړل شي. خوکه لرګی نه وي، نو ددې لپاره چې پښه حرکت و نه کړي، ناروغه پښه دي له روغې پښې سره وتړل شي چې دغه کار د ناروغ درد کموي او هډوکی نه پرېږدي چې عصبي رشتې پرې کړي“.
د ډاکټر هودخېل په وينا، هلته چې ډاکټر نه وي يا روغتيايي مرکز ليري وي، ناروغ ته دي استراحت ورکړل شي، قوي او ويټامين لرونکي خواړه دي ورکړل شي. که چېري ديو چا لاس ياپښه ماته شويې وي نوتاسي لومړی د ناروغ عمومي وضعيت ته پام وکړئ اوپه دوهم ګام کې ژوبله شوې برخه مشخصه کړئ اوکه وينه ځنې بهيږي نوپه يوه پاک ټوکر يې وتړئ. ترهغه وروسته هڅه وکړئ چې اغېزمن شوی غړی بې حرکته پرېږدئ او تردې وروسته ناروغ ژرتر ژره ډاکټرته ورسوئ. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||