|
روغتيا او ژوند : د يخ سوځولو لومړنۍ مرستې | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په عادي حالت کې د انسان د وجود دتودوښې درجه د سانتي ګريډ په کچه ( ٣٧ ) ته رسېږي. که چېري دغه تودوښه يوه درجه هم لوړه شي نو پر وجود تبه راځي اوکه يوه درجه ټيټه شي نو وجود رېږدي . د انسان وجود په سلو کې (٧٠) له اوبوڅخه جوړ دی چې دغه اوبه د يخ وهلوپرمهال يخ وهي اود وينې جريان بندېږي . يخ وهل هم څوپړاونه او هر پړاو يې ځانته نښې نښانې لري. په لومړي پړاوکې يوازي دانسان د پوستکې مخ يخ وهي. په دوهم پړاو کې يخني د پوستکې لاندينۍ برخې ته لار مومي او په درېيم پړاوکې د يخ اغېزې لا پسې ډېرېږي . د کابل ولايت په ميوند روغتون کې د پوستکي متخصص ډاکټر، عبدالغفار همدرد وايي : ” که چېري دلاسونو اوپښو ګوتې يخ يوسي، کېدای شي خپله شخص ورباندې پوه نه شي، ځکه چې دغه کار په ارامۍ او بې له کومه درده کېږي. خوکه چېري يخني تر پوست لاندې وي نو پوست سپين اوړي، درد پيداکوي، پړسېږي او تڼاکي کېږي . خوکه يخني لاندينيو برخوته لار ومومي، په دې حالت کې پوستکی جلاکېږي او امکان لري چې يخني يي حجرې مړې او غړی بيخي له منځه ځي. ځينې خلک چې د وجود کوم غړی، لکه لاس اويا پښه يې يخ ووهي نو سم دلاسه اور بلوي اويخ وهلی غړی ورباندې تودوي چې، دغه کار خطرناک دی. په دې باب ډاکټر همدرد وايي: ” لومړی بايد اغېزمن شوی سړی داسې يوه ځا ی ته يووړل شي چې هوايی توده او باد په کې و نه لګېږي. بيادي جرابې دسکشې او داسې نور ورڅخه ليري شي. وروسته دې اغېزمن شوی غړی له ( ٢٠ ) څخه تر ( ٤٠ ) دقيقو پورې په تړمو اوبوکې کېښودل شي.
دا کار له لاسه تللې تودوښه بيرته اخلي. په عادي حالت کې دماشومانواو لويانو د وجود تودوښه سره برابره ده،خودماشومانو د وجود مقاومت ټيټ او يخني ژر اغېز ورباندې کوي. هغه کسان چې په سړو سيموکې سفر کوي، بايد تر مخه ځانونه يوڅه له سړو سره عادت کړي. مثلاً خپل مخ او لاسونه دي تل په سړو اوبو مينځي. کله چې له کوره دباندې وزي، خپل لاسونه دي په جيب کې نه منډي اوخپلې ګوتې دي تل ښوروي، دسفر پرمهال دي دې ټکيو ته پام وکړي: له سګرېټواوشرابودي ډډه وکړي، همداراز دي غاړه توده وساتي، ځکه هغه عصبي رشتې چې د لاسونو رګونه کنترولوي، په غاړه کې تېرې شوي دي. اوبلن اوقوي خواړه دي وخوري. خوبايد پام وکړو چې اغېزمن شوی غړی نېغ په نيغه اور يا حرارت ته ونه نيسو، بلکې په تدريج سره يې تود کړو. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||