BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:56 گرينويچ 2008 ,10 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: د غاړې د مريو ساتنه

دغاړې مرۍ

د هر انسان سر له څلورو تر پنځو کيلو ګرامو پوري وزن لري چې، د دې نسبتا درانده وزن پورته کول د شمزۍ او د غاړې د مريو دنده ده.

که چېري موږخپله غاړه نېغه ونيسو نو دغه وزن د غاړې پر مريو او د وجود پر نورو عضلاتو مساوي وېشل کېږي او غاړه په اسانه توګه خپله دنده ترسره کوي.

که چېري مو غاړه د اوږده وخت لپاره ټيټه نيولې وي، بيانو د غاړې پر نازک جوړښت زور راځي او د غاړې د مريود بې ځايه کېدو لامل ګرځي.

د پروان ولايت يوه مېرمن حنيفه وايي: ” زه خپله غاړه غوړوم، په لاس يې موږم، پر غاړه باندې هغه ليمڅی ( کراسته) ايږدم چې د مالګې په اوبو لنده شوې وي.

دغه ډول له درملتونونو څخه ځينې درد اراموونکي مرهم اخلم او په هغه يې غوړوم“ . ځينې کسان د غاړې دردونه عادي ګڼي اوياکورنيو درملنو ته مخه کوي.

په کابل کې دهډوکو متخصص ډاکټر، خليل الله هودخېل په دې باب وايي: ” د ناروغۍ د نښو نښانو په ليدو سره بايد ناروغ ژر تر ژره ډاکټرته ورسول شي.

 د غاړې د مريو د بې ځايه کېدو د مخنيوي لپاره بايد په هرحالت کې غاړه نېغه ونيسو.

د غاړې غوړول او مساژ ورکول خطرناک ثابت کېدای شي، ځکه چې په غاړه کې کوچنۍ عصبي رشتې دي او د مالش په صورت کې امکان لري، ناروغ د زړه په ناروغۍ اخته شي.

ناروغ ته د ډاکټر له خوا د غاړې دځينو تمرينونو سپارښتنه هم ګټه لري. ځينې ناروغان له فيزيوترافۍ څخه وېره لري، خو دوی بايد ډاډه و اوسي چې داکار خطر نه لري“ .

خوکه چېري غاړه په ناڅاپي توګه ضربه وخوري نو، په دې حالت کې له ناروغ سره کومې لومړنۍ مرستې کولای شو؟ مېرمن شيرين ګله وايي :

” زما خورزه له ونې څخه راولوېده، غاړه يې يوې خواته کږه شوه او چيغې يې وهلې. بيا موږ دوې کوچنۍ تختې را واخيستې او په ټوکر کې مو وپېچلې.

په ډېر احتياط مود هغې د غاړې دوو خواووته وتړلې چې غاړه يې ونه ښورېږي. وروسته مو پر يوه څادرڅملوله، په يوه کټ کې مو واچوله اوکلنيک ته مو ورسوله “.

ډاکټر هودخېل د دې مېرمنې دلومړنيو مرستو په باب وايي: ” دا د لومړنيو مرستو يوه برخه ده، خو ددې ترڅنګ بايد له ناروغ سره نورې مرستې هم وشي.

لومړی بايد د ناروغ تنفسي سيستم ته پام وکړو، په دوهم ګام کې بايد ناروغ بې حرکته وساتو او ناروغ ژر تر ژره په احتياط سره نږدې صحي مرکز ته ورسوو.“

خو ددې لپاره چې په دې ناروغۍ اخته نه شو بايد څه وکړو؟ دکونړ ولايت يوه مېرمن، ګلدسته وايي :

د غاړې مرۍ
د غاړې پر مريو د سر وزن راځي، ځکه بايد له غاړې سره احتياط وکړو.

” زه د ګلدوزۍ، خياطۍ، وريجو پاکولو او داسې نورو کارونو پر مهال خپل سر جګ نيسم .

همداراز خپل ماشومان دې ته متوجه کوم چې لوړو ځايونو، لکه بام، ونو او داسې نورو ته ونه خېژي او زه خپله پر سر باندې درانده شيان نه وړم“.

روغتيايي کارپوهان وايي : د غاړې د مريو د بې ځايه کېدو د مخنيوي لپاره بايد په هرحالت کې غاړه نېغه ونيسو، که په ناسته، په ولاړي او يا په تګ کې وي.

سر بايد داسې ونيول شي چې له وجود سره هيڅ زاويه ونه لري. دغه ډول ورزش هم د غاړې عضلات قوي او غښتلي کوي . ډاکټر هود خېل وايي:

” تر هر يوه ساعت کارکولو وروسته بايد تفريح وکړو، د غاړې اړو ند تمرينونه وکړو، همداراز د کار کولو پر مهال سر ټيټ و نه نيسو“

دغاړې مرۍ روغتيا او ژوند
د غاړې مرۍ
دهډوکو ورستېدلروغتيا او ژوند
د هډوکو ورستېدل
 زړه روغتيا او ژوند
ماشومان او د زړه کمزوري
يخ سوځولو روغتيا او ژوند
د يخ سوځولو لومړنۍ مرستې
مات هډوکیروغتيا او ژوند
د هډوکو ماتېدل او لومړنۍ مرستې
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>