BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:36 گرينويچ 2008 ,13 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: تر زيان وروسته وينه بهېدنه

تر زيان وروسته وينه بهېدنه
د وينې بهېدا په ناروغۍ اخته مېرمنې بايد شنۀ سابۀ او نور اوسپنه لرونکي خواړۀ وخوري.
د افغانستان د عامې روغتياوزارت پر وينا، پۀ دغه هيواد کې يوازې شل سلنه ميندې روغتيايې مرکزونوکې زېږون کوي.

يوشمېرمېرمنې د ماشوم تر زيانېدو وروسته د وينې بهيداپۀ ناروغۍ اخته کيږي. له روغتيايې مرکزونو څخه لرې والی يې دا ناروغي ډېروي، ميرمن ګلڅېرې وويل :

"د څلورو مياشتو اميدواره وم چې ماشوم مې زيان شو، تر پينځو مياشتوپورې رانه وينه تلله ، لۀ ا مله يې خورا کمزورې او ناتوانه شوم."

ډاکټرې روزا تقدير وويل : "که د ماشوم لۀ زيان نه ورسته د مور پۀ رحم کې د ماشوم دبدن کومه ټوټه پاتې شي، دغه حالت ميندې لۀ دوامداره وينې بهېدا سره مخامخوي ."

دغه ډول ناروغانوته د سر درد،بې اشتهايې،اروايې ستونزې، خپګان او زړۀ تنګي پيداکيږي .

 دغه ډول ناروغانوته د سر درد،بې اشتهايې،اروايې ستونزې،خپګان او زړۀ تنګي پيداکيږي

ځينې مېرمنې کورني درمل کاروي، مېرمن قدسيې وويل :"قرص کمر مې په شيدو کې ځوښاوه، څښه به مې، اوماچ ،هوږه او هګۍ مې خوړلې او پۀ تورو تيلومې ملا غوړوله"

پۀ وخت درملنه د ناروغۍ د ډېرېدا مخنيوی کوي، ميرمن مريم وويل: "وينه رانه تلله ، ډاکټر ته پۀ تلواو درمل اخېستو سره مې حال ښه شو، سابه او نورو قوي خواړه مې خوړل."

ډاکټرې روزا وويل : " هغه وينه بهېدل، چې له زيان سره منځته راځي درملنې سره رغيږي، خوکه پۀ رحم کې کومه ټوټه پاتې وي، هغه دې د جراحۍ پۀ وسيله وويستله شي."

که لۀ زيان نه ورسته د مور پۀ رحم کې د ماشوم دبدن ټوټه پاتې شی وينه بهېدنه ورته پيداکوي

که لۀ زيان نه ورسته د مور پۀ رحم کې د ماشوم دبدن ټوټه پاتې شی دغه حالت دوامداره وينه بهېدا پيداکوي.

ياد شوي کورني درمل د ناروغ بدن غښتلی کوي، خو درملنه يې نه شي کولی،پۀ دې ناروغۍ اخته مېرمنې بايد شنۀ سابۀ او نورو اوسپنه لرونکي خواړۀ وخوري.

خپلې پاکۍ ته پاملرنه وکړي، د اميدوارۍ پر مهال پوره احتياط وکړي او د ماشوم د زيانېدو پۀ صورت کې دې ژر تر ژره نيږدې روغتيايې مرکز ته و لاړې شي.

بېواکه متيازېروغتيااوژوند
بېواکه متيازې
 د مرۍ التهابروغتيااو ژوند:
د مرۍ التهاب :
دکدودانې چنجیروغتيا او ژوند
د کدودانې چنجیِ
دغاړې مرۍ روغتيا او ژوند
د غاړې د مريو ساتنه
دغاړې مرۍ روغتيا او ژوند
د غاړې مرۍ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>