داسې ډير مکروبونه شته چې د ناپاکه اوبو، ترکاريو ، ميوو ، سر لوڅو خوړو او نورو شيانو سره زمونږ وجود ته ځي او د بيلا بيلو ناروغيو لامل ګرځي چې يوه يې هم آميب ده. آميب په خپله د يو ډول مکروب نوم دی چې په سترګو نه ليدل کيږي خو کله چې د بيلابيلو لاملونو له کبله د انسان بدن ته ننوځي نو له ( 2-6 )اونيو وروسته د ناروغۍ نښې نښانې څرګنديږي. ډاکټر عبدالصمد طيب وويل: " ناروغ اسهال اوپېچش لري چې ډيری بلغم اووينه هم ورسره وي ،کولمې يې تاواو خيټه يې درد کوي، په پرمختللي حالت کې تبه هم لري.  |  ماشومان د آميب په شان له نورو مکروبي ناروغيو څخه په امن کې وساتۍ  |
که ناروغ ماشوم وي نو ډير ناآرامه وي . آميب بې اشتهايي ، ناتواني او په ماشومانو کې خوارځواکي پيداکوي . که په وخت درملنه ونه شي نو کولمې زخمي او سورۍکوي، وينې ته ځي او د ځيګر، دماغ اوسږو د آپسې لامل هم ګرځي ". اوس چې هوا توده ده او مکروبي ناروغۍ هم په ډيريدو دي نو تاسو څه کوئ تر څو خپل ماشومان د آميب په شان له نورو مکروبي ناروغيو څخه په امن کې وساتۍ ؟ د کابل يوې اوسيدونکې وويل: " زه د خپلو ماشومانو لاسونه په صابون وينځم ، د خاورو خوړلو ته يې نه پرېږدم همدا ده چې زما ماشومان ژر نه ناروغه کيږي ."  | | | آميب په خپله د يو ډول مکروب نوم دی چې په سترګو نه ليدل کيږي |
ډاکټر عبدالصمد طيب وويل:" له آميب څخه د مخنيوي لپاره بيت الخلا بايد د اوبو له څاګانو څخه لرې جوړه او سر يې پټ وي. کوټو ته د مچانو له ننوتو څخه مخنيوی وشي تر څو مکروب انتقال نه کړي. همداراز د څښلو اوبه بايد پاکې وي شنه سابه ، ترکاريګانې او ميوې بايد پاکې ووينځل شي او په مجموع کې بايد د خپل ځان د خپلو ماشومانو او د خپل چاپيريال پاکۍ او نظافت ته ډېر پام وکړو ". |