 | | | د شکر ما لومولو اله بايد يواځې يو تن پر شکر اخته ناروغ وکاروي، نه ډېر ناروغان. |
که څه هم تر اوسه پورې پۀ نړی کې د شکرې ناروغۍ درملنه نۀ ده شوې، خوددې ناروغي پۀ کنټرول کې ساتل يې دډېرېدا د مخنيوي يوه ډيره ښه او اسانه لاره ده . خو هغه خلک چې پۀ دغه ناروغي اخته دي، څه بايد وکړي چې تل خپله ناروغي پۀ کنټرول کې وساتي او لۀ پرمختګ څخه يې مخنيوی وکړي. همداراز پر نوموړې ناروغي اخته خلک با يد کوم ټکي پۀ پام کې ونيسي چې، لۀ ناروغتيا سره سره ښه او ډاډ منه روغتيا ولري؟ حاجي صالح محمد چې دکابل د شېوکيو اوسېدونکي حاجي صالح محمدوويل:״ دولس ، ديارلس کاله کيږي، چې زۀ د شکرې ناروغي لرم، خو زه بزګر يم چې کار کوم او پلی ګرځم ، شکر مې ورسره ټيټيږي.او ډاکټري درمل هم خورم ״. خو د وينې د شکر کچه څۀ ډول مالوميږي؟ پۀ کابل کې دابن سينا روغتون مرستيال محمد نعيم همدرد وويل :
 | دشکر کنټرول :  پرشکر اخته ناروغان بايد تل خپل شکر مالوم کړي، که دشکر مالومولو اله ورسره نه وي روغتون ته دې ولاړشي.  |
" پر شکر اخته ناروغان بايد د شکرمالومولووسيله ( اله ) لۀ ځان سره ولري، وخت پر وخت دې پرې دخپل شکرکچه مالومه کړي،هره اله بايد يوکس وکاروي ." خوهغه خلک چې دشکر مالومولو اله نۀ لري ، بايد پۀ روغتونونو يا لا براتوارونو کې خپل شکر مالوم کړي. ته ولاړ شي. ځيني خلک پر شکر اخته ناروغانوته دناروغۍ حال نۀ وايي، ځکه چې شکر درملنه نه لري. خو ډاکټران وايي چې (( که پر شکر اخته ناروغان لۀ خپلې ناروغۍ خبر شي نو دا ښه کار دی، ځکه چې هغه به پۀ خپله هم د ځان خيال وساتي. )) پر شکر اخته ناروغان بايد تل خپل شکر پۀ کنټرول کې وساتي ځکه چې که پۀ وينه کې د شکر ډېر والی خطرناکه دی نو د شکر کموالی هم بدې پايلې رامنځته کولی شي .  | | | پرشکراخته ناروغان بايدد خوږو، غوړو، اوپروټيني خوړو پرځاي مېوې او سابه وخوري. |
پر شکر اخته ناروغان بايد تر ډېره بريده خپلو خوړو ته پام وکړي ، د خوږو او نشايسته لرونکو شيانو لکه: بوره ، شېرني ، وريژې او داسې نورو شيانو لۀ خوراک څخه تر ډيره ډ ډه وکړي غوړ او پروټين لرونکي خواړه لکه: زيړ غوړي ، غوښه او داسې نور لږ وکاروي ، پر ځای دې پۀ خپلو خوړو کې د ترکاريګانو او شنو سبو وڼډه ډېره کړي . |