|
روغتيا او ژوند: لويه تبه ( محرقه ) | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
محرقه يو ډول مېکروبي او دوامداره تبه ده، دا ناروغي ماشومانو ته ځکه ډېره خطرناکه وي، چې هغوی د ودې پۀ حال کې وي او دبدن مقاومت يې ټيټ وي . د محرقې مېکروب د ناروغ کس لۀ تشواوډکو متيازوسره دباندې وځي، په بهرني چاپېريال کې د مچانو او باد پۀ مرسته خپرېږي. د ناپاکو اوبواو ترکاريګانولۀ خوړلو، د ناپاکو لاسونو اوداسې نورو شيانو سره بدن ته ورننوځي.يوې مور، چې پېنځه کلن ماشوم يې پۀ لويه تبه اخته دی وويل: " زوی مې پرله پسې تبه درلوده ،لۀ خولې اولۀ نسه و، په رواني حالت کې يې بدلون راغلی، اوس ډاکټران وايې چې محرقه يې پۀ مننجيت اوښتې ده".
لوېه تبه ( محرقه ) ناروغ د دريو خطرونو لۀ کواښ سره مخامخوي. لومړی دا چې، شونې ده مېکروب مغز ته ورسېږي او د مغز دکوزڼ ( فلج ) يا مننجيت لامل شي . دويم داچې، دبدن ځينې غړي لکه: ځيګراو پښتورګي لۀ کاره ولوېږي او درېيم داچې، د بدن ځينې غړي ناتوانه کېږي . د خيرخانې د(١٥٢) بستريز روغتون ډاکټر نجيب الله طيب وويل:" که د محرقې ناروغي پرمختللې شي، مېکروب يې کوچنۍ کولمې سورۍ کوي. پۀ بدن کې دننه خونريزي پيدکېږي او ډکې متيازې لۀ کولمو راوځي، دا حالت نو ناروغ لۀ مرګ سره مخامخوي. پۀ ماشومانو کې د لو يې تبې نښې دا وي چې، د سهار لۀ خوا تبه لږه وي، لۀ غرمې وروسته ډېرېږي ، د ناروغ ژبه سپين منګ نيسې او خېټه يې پړسيږي . پۀ لوېه تبه اخته ناروغ ته بايد نرم او قوي خواړه ورکړل شي، ناروغ بايد ډاکټر ته وروستل شي او درمل دې دډاکټر پۀ سلاوخوړل شي".
لويه تبه ساري ناروغي ده، د ناروغ د ډوډۍ لوښي بايد جلا وي، ميندې بايد لۀ ډوډۍ خوراک نه مخکې اولۀ متيازو کولو نه وروسته د خپلو ماشومانولاسونه په صابون وومينځي . ترکاري او نور سابه بايدد مالګې يا کلورين په اوبو کې ومينځل شي، هغه خلک چې د ويالو او کوهيانو اوبه کاروي تر کارونې مخکې دې واېشوي. په محرقه د اخته ناروغ متيازې بايد خاورو کې ښخې کړل شي،چې مېکروب يې نورو خلکو ته ونه لېږدول شي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||