 | | | اندسکوپي د مری ، معدې او د کولمو د ناروغيو د پيژندلو لپاره کارول کيږي . |
وايې چې روغ صورت پاچاهي ده نو ځکه انسانان له پخوا زمانو څخه په دې هڅه کې دي چې د هرې ناروغۍ لپاره د درملنې لارې چارې ولټوي . د پرمختللو سامان آلاتو په رامينځته کيدو د ناروغيو په تشخيص او درملنه کې د پام وړ اسانتياوې رامينځته شوې چې يو له دغو آلاتو څخه د اندسکوپي آله ده. د وجود بيلابيلې برخې ځانته اندسکوپي لري جې يو يې د هاظمې سيستم ده د يادونې وړ ده چې خولۀ ، مری ، معده او کولمې د ها ظمې په سيستم کې راځي . د هاظمې د سيستم اندسکوپي د وظيفې له مخې په دوه ډلو ويشل کيږي چې يو يې تشخصيه ده . دا وسيله د مری ، معدې او د کولمو د ناروغيو د پيژندلو لپاره کارول کيږي . دوهمه معالجوي اندسکوپي ده چې د همدې برخې د ځينو ناروغيو د درملنې لپاره کارول کيږي . تشخيصيه يې پۀ علي آباد ، رابعه بلخي ، جمهوريت او چهارصد بستر او ځينې نورو روغتونونو کې هم شته . دا ډول اندسکوپي معاينې په ننګرهار ، کندز ، هرات او کندهار ولابت کې هم کيږي خو معالجوي اندسکوپي يوازې د کابل د علي آباد په روغتون کې شته . د علي آباد روغتون د اندسکوپۍ د برخې مسول ډاکټر قمرالدين صديقي په دغې وسيلې د هاظمې سيستم د ناروغيود تشخيص او درملنې په باب وويل :  | | | که تاسو د معدې يا دمرۍ ناروغۍ لرئ ، د ډاکټر په مشوره اندسکوپي معاينه وکړئ |
״ دا وسيله د سوې هاضمې لاملونه ، د مرۍ سرطان ، د مرۍ التهاب او د معدې ناروغۍ تشخيصوي ،خومعالجوي يې د معدې له خونريزيو او په شعاع د مرۍ د سرطان له ودې تر يوې اندازې مخنيوی کوي . همدارنګه که تڼۍ ، مصنوعي غاښ يا کوم بل شی په معده کې وي په اندسکوپۍ يې راويستلی شو .״ په سمه توګه د ناروغيو تشخيص نيمه درملنه ده .نو که تاسو د معدې يا دمرۍ ناروغۍ لرئ ، هڅه وکړئ چې د ډاکټر په مشوره اندسکوپي معاينه وکړئ ترڅو ناروغي مو معلومه او درملنه يې وشي .
|