BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: د نس ناستي مخنيوی

يو ماشوم چې په نس ناستي اخته دی
نس ناستی خطرناکه ناروغي ده چې تر پنځو کلونو د ټيټ عمر ماشومانو د مرګ عامل کيدای شی.
که چېري يو ماشوم په يوه شپه او ورځ کې له دريو ځلو څخه ډېر صحراګښت ته ولاړ شي او فضله مواد يې نرم اوبلن وي، دې حالت ته نس ناستی ويل کېږي.

هغه ماشومان چې يوازې د مور شيدې خوري، د هغوی فضله مواد تل نرم وي او په ورځ کې څو ځله صحراګښت ته ځي چې دا يو طبيعي حالت دی.

نس ناستی تر پنځو کلونو د ټيټ عمر ماشومانو د مړينې يو لوی عامل دی ځکه د دې ناروغۍ له امله دماشوم وجودخوارځواکی، اوبه يې لږ او مقاومت يې ټيتېږي.

د ډاکټر فياض صافي په وينا، د مور په شيدو کې داسې مواد شته چې د ماشوم وجود غښتلی، مقاومت يې لوړ او ژر نه ناروغه کېږي.

هغه مېندي چې خپلې شيدې نه لري او ماشومانو ته پوډري يا حيواني شيدې ورکوي، هڅه دې وکړي چې د چوشک پر ځای د قاشوغې او ګيلاس نه کار واخلي.

يوه روغه او تکړه ماشومه
له يوې ګازرې، يوه کچالو، لږې لوبيا او نخودو څخه ماشومانو ته ډېر ښه خواړه جوړېدای شي.

د ماشومانو خواړه بايد نرم او تازه پاخه شي خو بيا هم که خواړه له يوه وخت څخه بل وخت ته پاتې کېږي بايد په يوه يخ ځای کې وساتل شي.

د خالدې په نوم يوه مور د ماشوم د خوړو په باب وايي: ”ارزانه ښه خواړه هم شته، مثلاً له يوې ګازرې، يوه کچالو، لږې لوبيا او نخودو څخه ډېر ښه خواړه جوړېدای شي.“

ماشوم توب د ودې دوره ده، په دې دوره کې ماشوم له ذهني او فزيکي اړخه د ودې په حال کې وي، د وجود ضرورت يې هم ډېر وي بايد خوړو ته يې هم ډېره پاملرنه وشي.

د ډاکټرانو په وينا، خوار ځواکي د ناروغيو مور ده يانې ډنګر او خوارځواکي ماشومان ډېر ژر ناروغه کېږي نود نس ناستي د مخنيوي ښه لاره دخوارځواکۍ مخنيوی دی.

تر پېښو وروسته اروايي ستونزېروغتيا او ژوند
تر پېښو وروسته اروايي ستونزې
ماشوم جې اوبه څښيروغتيا او ژوند
روغتيا او سفر
د ملاريا مخنيوىروغتيا او ژوند
د ملاريا مخنيوى
 آميبروغتيا او ژوند
آميب
 اندسکوپي روغتيا او ژوند
اندسکوپي
لويه تبه ( محرقه )روغتيا او ژوند
لويه تبه ( محرقه )
 د شکر کنټرول روغتيا او ژوند
د شکر کنټرول
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>