|
روغتيااو ژوند: شری | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په ډېرو سيمو کې د شري يا سرخکان ناروغي د ماشومانو د مړينې يو عمده لامل ګڼل کېږي. د يادولو وړ ده چې که څوک يوځل په شري اخته شي نو بيا په ټول عمر کې نه پرې اخته کېږي. يوه مور چې د خوست ولايت اوسېدونکې ده وايې: “شری چې يوځل کلي ته راشي بيا د وبا په شان په هر کور ننوزي او ماشومان نيسي، زه يې په علت نه پوهېږم چې ولي داسي کېږي“. په کابل کې د اندراګاندي روغتون مرستيال ډاکټر نورالحق يوسفزي په وينا، د شري اصلي لامل يو ډول مکروب دی چې له ناروغ کس سره د مستقيمو اړيکو او هوا له لارې روغو خلکو ته ورځي. دا چې شری کومې نښې نښانې لري، يوه مور وايې: ”کله چې زما ماشوم په شري اخته کېده لومړی زکام شو، ټوخېده او تبه يې هم درلوده، بيا سرې ګرمکي پرې راوختلې“. ډاکټر يوسفزی وايې : ”شری څو مرحلې لري، لومړی ناروغ ته والګی پيداکېږي، ستونی يې درد کوي، سترګې يي سرې اوړي، تبه کوي، وروسته يې پر وجود سرې او نسواري رنګه دانې راخېژي. دغه دانې لومړی د غوږو تر شا او وروسته ټول وجود ته خپرېږي، چې تر دې وروسته د ښه کېدو پروسه پيل کېږي“. ځيني خلک دشري پر مهال پر خپل سر ناروغ ته پرهېز ورکوي خو ډاکټر يوسفزی وايي: ”د شري پر وخت د ماشوم د وجود مقاومت ټيټ او ماشوم کمزوری کېږي، نو ناروغ با يد له هيڅ ډول خوړو څخه منع نه شي او هر ډول قوي خواړه ورکړل شي“. ځيني خلک دشري د درملنې لپاره يو شمېر کورنۍ درملنې لري.
يوه مېرمن وايي چې موږ دشري دباد لپاره يو ډول بوټی چې چاسکو نومېږي خپلو ناروغانو ته ورکوو. خو ډاکټر يوسفزی دغه درملنه ردوي. د شري په مقابل کې دماشومانو واکسينول نه يوازي دناروغۍ خطر کموي، بلکې د شري د مخنيوي يوه ښه لارهم ده. ځکه واکسين شوي ماشومان په شري ژرنه اخته کېږي اوکه اخته هم شي نو خطر يې لږ وي. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||