|
روغتيا او ژوند: تور ژېړی | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په کابل کې د انتاني روغتون مرستيال ډاکټر مراد مموزي په وينا، د ١٣٨٦ ل کال په اوږدو کې شاوخوا ٥٣٩ په تور ژيړي اخته ناروغان زموږ روغتون ته راغلي دي“ . د ډاکټرانو په وينا، تور ژيړی چې د ژيړي يوخطرناک ډول دی د ينې د التهابي کېدو سبب ګرځي او له يوه نفر څخه بل نفر ته يې د انتقال کچه د ايډز په پرتله کابو١٠٠برابره لوړه ده. د کابل ولايت د استالف ولسوالۍ اوسېدونکې مېرمن افغان ګل وايې: ”څلور مياشتې کېږي چې تور ژيړی راته پيدا شوی خو په علت يې نه پوهېږم“. د کابل د انتاني روغتون ډاکټر محمدخان هدايت وايي: ”د تور ژيړي اصلي لامل د Hepatitis B په نوم يو مکروب دی او د ککړې وينې اخيستلو، جنسي اړيکو له لارې روغو خلکوته انتقالېږي. دغه ډول دلنګون او شيدو پر مهال له مور نه ماشوم ته ورځي. دغه راز په ګډه د ځينو وسايلو کارول لکه د ږيرې چاړه، د غاښونو بروش، سيرنج يا دپېچکارۍ بمبه او داسې نور“. ډاکټران وايې چې د تور ژيړي په ترڅ کې ناروغ ته بې اشتهايي، د زړه بدوالی ستړيا، د عضلاتو درد، د ادرارو په رنګ کې بدلون،ژيړی اوداسې نور پيدا کېږي. کله نا کله په لومړي سرکې نښې نه وي خو کله چې ناروغي پرمختګ وکړي بيايې نښې څرګندېږي اويا خو تر پايه همداسي بې نښو پاتې کېږي. مېرمن افغان ګل وايې: "زه چې تور ژېړي نيولې وم، آلوبخارا به مې له هندوانې سره خوړله، همدا رازخاکشير، سفرزه اود ليموشربت به مې خوړل، ډېره ګټه يې راته کوله“.
د تور ژيړي د مخنيوي تر ټولو ښه لاره واکسين دی. په دې وروستيو کې د عامې روغتيا وزارت د نورو واکسينونو تر څنګ له شپږو مياشتو څخه د ټيټ عمر ماشومانو لپاره د تور ژيړي واکسين هم پيل کړی دی. د ويلو وړ ده هغه کسان چې دا ناروغي لري او واده کوي نو مقابل لوری بايد د تور ژيړي په مقابل کې واکسين شوی وي او يا دي له پوښ يا کنډم څخه کار واخيستل شي. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||