 | | | د ډېری کم عمره ميندو ماشومان د زيږون پر مهال مري او يا خوارځواکه وي. |
د يوې احصائيې له مخي په افغانستان کې په هر نيم ساعت کې يوه مور د لنګون پر مهال مري، چې يو لوی لامل يې په کم عمر کې د نجونو ودېدل دي. د عامې روغتيا وزارت د چارواکو په وينا، د هرو زرو زېږېدليو ماشومانوله ډلې څخه (١٢٩) تنه يې مري چې په دوی کې ډېری يې د کم عمره ميندو ماشومان وي. يوه مېرمن وايې: ”زه پخپله څوارلس کلنه يم، دوه ماشومان مې زيان شوي، درېيم مې بې وخته زېږېدلی او خوارځواکه دی“. د کم عمره ميندوماشومان په بېلابېلوستونزو اخته کېږي ځکه چې په دې وخت کې په خپله د ميندو وجود اوم وي او بشپړه وده يې نه وي کړي. په دې باب يوه کم عمره مور وايې: ”هم زما اوهم مې دماشوم وينه لږ ده“. په دې باب ډاکټر نورالحق يوسفزی وايې: ”کېدای شي چې د کم عمره ميندو ماشومان خوارځواکه، کم خونه او يا په جسمي لحاظ نيمګړي (سوء شکل) ولري“. په دې اړه په کابل کې دلنګون او ښځينه ناروغيو ډاکټره روزا تقدير وايي: ”د ډېری کم عمره ميندو ماشومان د زيږون پر مهال مري، ځکه چې د هغوی زېږون طبيعي نه ترسره کېږي او بل هغوی له جسمي اړخه نيمګړي وي او سمه وده يې نه وي کړې.  | | | په ټيټ عمرکې واده کول مور اوماشوم دواړو ته خطر لري، نو بايدنجلۍ کوچنۍ واده نشي |
په دې باب د رواني ناروغيومتخصص ډاکټر مصدق نادمي وايې: ”د کم عمره ميندو ماشومان له رواني اړخه هم بشپړ نه وي“. په دې باب مېرمن فرزانه وايې: ”ما خپله مږور په کم عمر کې راواده کړه اوس ډېرې ستونزې ورسره لرم خو خپلو دوو نورو زامنوته به وړې نجوني ور ونه غواړم“ . د ډاکټرانوپه وينا په ټيټ عمرکې واده کول مور اوماشوم دواړو ته خطر لري، ځکه نو بايد په کوچنيوالي کې له واده ډډه وشي خو کومې ښځې چې په کوچنيوالي کې واده شوي وي، بايد دامېدوارۍ پر مهال ډاکټر ته ولاړي شي او وخت پر وخت ځانونه معاينه کړي. |