|
روغتيا او ژوند: کالدانه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په کابل کې د کالدانې (لشمانيا) د روغتون کارکوونکي وايي: "تېر کال په ټول افغانستان کې تر (٢٠٠) زرو ډېرو کسانو د کالدانې روغتيايي ستونزه درلوده چې دا يوازي ثبت شوې شمېره ده." د هوا په تودېدو سره مياشې (غوماشي) ډېرېږي. د مياشو چيچل کولای شي انسان ته بېلا بېلي ناروغۍ پيدا کړي چې يوه يې هم کالدانه ده. د کابل ولايت يوه اوسېدونکې نجيبه وايي: ”زما پر بدن څوځايه کالدانه راختلې ده، په علت يې نه پوهېږم چې ولي؟" په دې اړه ډاکټره حميده وايي:”کالدانه يوه ساري ناروغي ده. د کالدانې دميکروب د انتقال مياشه په سالدانه اخته ناروغ چيچي. بيادغه مياشه روغ انسان چيچي اوپر هغه کالدانه راخېژي. ځيني خلک دکالدانې په اړه کورنۍ درملنې هم لري، يوه مېرمن وايي: ”موږ ميده می له نيل توتيا سره ګډوو اود کالدانې پر زخم يې ږدو“. ځينې نور خلک بيا دکالدانې پر دانه د بوټونو رنګ او يا هم د چارمغزو د ونې پوستکي تړي، خو ډاکټره حميده بيا دا تجربې ګټوري نه ګڼي او وايې چې دا کار د زخم د ميکروبي کېدوسبب کېدای شي. کله چې يوڅوک دامياشه وچيچي نو نښې يې دا دي چې پر هغه ځای يو سور رنګه کوچنی بخار پيدا کېږي، د وخت په تېرېدو سره يې سوروالی ډېرېږي، وروسته تڼاکي کېږي اوبيا په زخم اوړي . خو ددې روغتيايې ستونزې درملنه دومره ګرانه نه ده، مهمه دا ده چې ناروغ بايد ژر ترژره ډاکټر ته ورسول شي او د هغه وړانديزونه په پام کې ونيول شي. د حکيم په نوم يو ځوان وايې: ”زما پر بدن راختلې کالدانې څلور مياشتي درملنه وغوښتله، ما د ډاکټر په لارښوونه عمل وکړ او اوس روغ يم.
مابه تل خپل زخم په يوه پاکه ټوټه پټاوه او د شپې به په پشه خانه کې ويده کېدم، چې مياشه مې ونه چيچي او يا مې له زخم څخه ميکروب نورو خلکو ته انتقال نه شي“. دکالدانې مياشې په ناپاکو ځايونو، کثافاتو او ويرانو کې ژوند کوي، ځکه نو بايد خپل ځانونه او ماشومان له داسي ځايونو څخه ليري وساتو. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||