د انسان د وجود هر غړى ارزښت لري، خو د وجود ځينې غړي داسي وي چې په اغېزمن کېدو سره يې د ژوند ورځنۍ چارې له خنډ سره مخ کېږي، له دې جملې څخه يو هم سترګې دي. ستاسو په کور کلي او شاوخوا کې به خامخا زاړه خلک ژوند کوي، آيا کله تاسو د هغوی سترګو ته ځير شوي ياست؟ ايا پوهېږئ چې دسترګو تور ولي له منځه ځي؟ دې حالت ته د سترګو پرده ويل کېږي چې په طبابت کې د کاتاراکت په نامه يادېږي. د يادولو وړ ده چې دا ناروغي د ځينو عواملو له مخې په ځوانانو او ماشومانو کې هم ليدل کېږي. يوه مورچې فوزيه نومېږي وايې: ”زما ماشومه لور په لوبوکې ولوېده، سترګه يې پر يوه مېخ برابره شوه او پر سترګه يې پرده راغله“. د کابل د قره باغ ولسوالۍ يو اوسېدونکی لطف الله وايي: ”زموږ په کلي کې جنګ و، ما سره خلاصول، يو چا پر سترګه په سوک ووهلم اوس مې پر سترګه پرده راغلې“. د کابل د سترګو کدري د روغتون ډاکټر عبدالودود وهاب وايې: ” زړېدل، پر سترګو د پڅو او تېرو ضربو لګېدل،  |   له کورني درملو نه ډډه، بايد د درملنې لپاره ډاکټرته مراجعه وشي.  |
د ځينو درملو استعمال، د شکرې او ځينې نورې ناروغۍ پر سترګو د پردې د راتلو لامل ګرځي خو کله کله دا ناروغي ارثي هم وي“. د سترګو د پردې يوه روښانه نښه داده چې درد نه لري، ورو ورو يې دسترګو ليد کمزوری کېږي او پر سترګو يې پرده راکښته کېږي. کله چې پر سترګو پرده راکښته شي نو په لومړي سر کې ناروغ ګمان کوي چې پر سترګو يې تور يا جال غوړېدلی دی او هرڅه ورته پيکه يا بې رنګه ښکاري. د سترګو تور خپل اصلي رنګ له لاسه ورکوي اوخړي ښکاري. خود درملنې ترڅنګ ځينې خلک کورنۍ درملنې هم لري. د هلمند ولايت يوه اوسېدونکې وايي: "ماپه خپلوسترګو کې جوهر (نورنګ) چې يو ډول سور رنګ دی، پورې کاوه. ډاکټران وايې چې سترګې د وجود ډېر حساس غړي دي بايد چې د درملنې لپاره ډاکټرته مراجعه وشي. |