BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:08 گرينويچ 2008 ,13 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: بې وخته لنګون

بې وخته پيدا شوی ماشوم
د امېدوارۍ پر مهال د مويندو استراحت نه کول او دروند کار بې وخته لنګون لامل کيږی.
اميدواري او زېږون د مور او ماشوم لپاره دوه ډېر مهم پړاوونه دي.

په دې پړاوونو کې د اميدوارۍ پر مهال د مور روغتيا او سلامتيا ته پام نه کول، وروسته ډېرې ستونزې زېږوي.

له دغو ستونزو څخه يوه هم له وخت څخه مخکې يا د خلکو په وينا بې وعدې زېږون دی،

خو تاسو څه فکر کوئ چې ولي ځينې وخت ماشوم له خپل وخت څخه مخکې نړۍ ته راځي؟ د ميدان وردګو ولايت يوه مېرمنه وايې:

”ماته ډاکټر د امېدوارۍ پر مهال د استراحت ويلي وه خو ما داسي و نه کړه، ماشوم مې مخکې له وخته پيدا او وروسته مړ شو“. يوه بله مېرمن ګلالۍ وايي:

”ماد اوبو درنې بوشکې پورته کولې، ماشوم مې بې وخته پيدا شو“. د کابل ولايت د رابعه بلخي روغتون د ښځينه ناروغيو او لنګون د برخې ډاکټره روزا تقدير وايې:

د اميدوارۍ پر مهال ډاکټر ته د ميندو نه ورتګ، د درنو کارونو کول، د وجود د مقاومت ټيټ والی، د مور ځينې ناروغۍ او داسې نور شيان د بې وخته ولادتونو لامل ګرځي“.

مېندي د امېدوارۍ پر مهال استراحت ته ضرورت لري خو په عادي حالت کې کار کولای شي بايد يوڅه احتياط وکړي.

ښه خواړه
د امېدوارۍ پر مهال ميندې بايد په کار کې د احتيا‌ط سره ښه خواړه وخوري.

د پکتيا ولايت يوه مېرمنه سليمانزۍ وايې:

”زه يوولس ماشومان لرم خو يو يې هم بې وخته نه دی پيداشوی، ځکه چې زه د امېدوارۍ پر مهال درانه کارونه نه کوم او بل ګټور خواړه خورم“.

د ډاکټرانو په وينا د کور خوشاله او آرامه فضا هم د امېدوارو مېرمنو له اړتياووڅخه شمېرل ډاکټره روزا د بې وخته زېږون د مخنيوي په باب وايې:

”بايد مېندي له رواني اړخه هم آرامې وي او نجوني دي په کم عمر کې نه واده کېږي.

توبرکلوزروغتيا او ژوند
نری رنځ
په کڅوک اخته ماشومروغتيا او ژوند
کڅوک
يو ماشوم چې په کالدانه اخته دیروغتيا او ژوند
کالدانه
تور ژېړیروغتيا او ژوند
تور ژېړی
خوارځواکی ماشومروغتيا او ژوند
د کم عمره ميندو ماشومان
د معدې زخمروغتيا او ژوند
د معدې زخم
په کم عمر کې د نجونو ودېدلروغتيا او ژوند
په کم عمر کې د نجونو ودېدل
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>