 | | | د نری رنځ ناروغۍ د درملنې له پيل څخه تر دوو اونيو له يو کس نه بل ته لېږدي. |
د روغتيا د نړۍ وال سازمان او کابل کې د توبرکلوز د روغتون د چارواکو په حواله، تېر کال په افغانستان کې د توبرکلوز ٢٨٧٦٩ پېښې ثبت شوي دي. شيرين، ماه جان او زرګله چې په نري رنځ اخته او د نري رنځ د ناروغانو په ځانګړې ليليه کې ژوند کوي وايې چې د ناروغۍ لامل يې ګرد، باد، نم او د دوی کوټو ته د لمر د وړانګو نه رسېدل وو. فريده وايې چې خاونديې نرى رنځ درلود چې وروسته داهم پرې اخته شوه. هغه وايې چې ډېره ټوخېږي، د سينې قفس يې درد کوي او د ټوخي سره يې بلغم او وينه مله وي. په دې ناروغۍ د اخته کېدو اصلي لامل څه دى؟ په افغانستان کې د توبرکلوز د کنټرول د پروګرام مرستياله ډاکټره حميده وايې: "د ناروغۍ اصلي لامل يو ډول ميکروب دی چې له ګرد او باد سره په هوا کې خپرېږي او په نمجنو او تياره ځايونو کې په ښه توګه وده کوي. دا ميکروب د ناروغ د خبرو کولو، پرنجېدو او ټوخي پرمهال، په هوا کې خپرېږي او د تنفس له لارې د روغ کس وجودته ننوځي. د نري رنځ ميکروب په سږو کې پټ پاتې کېږي، که د وجود مقاومت لوړ وي، کيداى شي ميکروب ژر له منځه لاړ شي خو که ټيټ وي وده کوي اونوموړى کس په نري رنځ اخته کيږي."  | | | د نري رنځ په درملنه کې ځنډ تر ځنډ وروسته، ميکروب د بدن ډېرو برخو ته سرايت کوي. |
که چېرې د نري رنځ په درملنه کې ځنډ وشي، د سږو دکمزورۍ ترڅنګ ميکروب د وجود نورو برخو ته سرايت کوي او هډوکي، معده اود ادرارسيستم هم متاثر کوي. سل يا نری رنځ يوه ساري او ميکروبي ناروغي ده خو د درملنې وړ ده. دا ناروغي د زکام په څېر ژر له يو کس نه بل ته ځي. د نري رنځ اخته ناروغ د ناروغۍ د زېرمې يا مخزن په توګه حسابېږي او دا ناروغي د درملنې له پيل څخه تر دوو اونيو له يو کس نه بل ته لېږدي. |