BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:15 گرينويچ 2008 ,21 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: نری رنځ يا سل

نري رنځ

په نري رنځ اخته يوه پنځه دېرش کلنه مېرمنه وايي: زه لومړی ډېره ټوخېدم او له ټوخي سره مې وينه او بلغم هم راتلل،

له دې ځايه واورئ!

ورځ په ورځ به کمزورې کېدم، ډاکټر ته ولاړم تر معاينې وروسته معلومه شوه چې د نري رنځ ناروغي لرم.

د نري رنځ د درملنې دوره د ناروغۍ په شدت پورې اړه لري خو په منځنۍ کچه له اتو مياشتو تر يوه کال پورې درملنې ته اړتيا لري. جميله وايي:

”دا يوه ساري ناروغي ده ځکه مې نوخپله کوټه، لوښي او هرڅه بېل کړي، اوس مې د ناروغۍ شپږمه مياشت ده، تل مې درمل د ډاکټر په مشوره خورمه.

تل هڅه کومه چې قوي خواړه وخورمه. همداراز لکه څنګه چې ډاکټر راته ويلي، د ټوخي، پرنجي او خبرو کولو پر مهال مې خوله پټه نيسم يا ماسک.

د لمر وړانګې د څلورو دقيقو په ترڅ کې د نري رنځ مکروب له منځه وړي خو په دوړوکې تر دوو اوونيو پورې

په نمجنوځايونوکې له يوې تر شپږ مياشتو پورې ژوندی پاتې کېږي.د کابل د نري رنځ روغتون ډاکټر لطف الله منظور وايي:

نری رنځ
 د نري رنځ درملنه د ناروغۍ د مخنيوي يوه ښه لار ده.

”که په نري رنځ اخته ناروغان د ډاکټر له مشورې سره سم تداوي نه شي نو په وجود کې يې دنري رنځ مکروب غښتلی کېږي او د وجود نور غړي هم په دې ناروغۍ اخته کېږي.

د نري رنځ درملنه د ناروغۍ د مخنيوي يوه ښه لار ده او دا ډول ناروغانو سره د نږدې والي په صورت کې بايد دواړه پزه او خوله په ټوکر يا ماسک تړل شوې وي.

ناروغان بايد ماشومان ښکل نه کړي او له هغوی دې ليري وساتل شي. د ناروغ د خولې بلغم دي وسوځول شي چې د ناروغۍ د سرايت مخه ونيول شي.

بې وخته پيدا شوی ماشومروغتيا او ژوند
بې وخته لنګون
توبرکلوزروغتيا او ژوند
نری رنځ
په کڅوک اخته ماشومروغتيا او ژوند
کڅوک
يو ماشوم چې په کالدانه اخته دیروغتيا او ژوند
کالدانه
تور ژېړیروغتيا او ژوند
تور ژېړی
خوارځواکی ماشومروغتيا او ژوند
د کم عمره ميندو ماشومان
د معدې زخمروغتيا او ژوند
د معدې زخم
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>