BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 12:34 گرينويچ 2008 ,25 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: د ستوني د درد مخنيوی

د ستوني درد

د ستونې درد يوه عامه ناروغي ده او هر وخت ورباندې د اخته کېدو امکان شته خو د مني موسم په رارسېدو او هوا په سړېدو سره يې پېښې ډېرېږي.

دافغانستان ډېری خلک بزګران دي اوپه کليوکې ژوندکوي، دوی په ځمکو کې د کار کولو او حاصلاتو راټولولو په وخت کې له خاورو او دوړو سره مخ کېږي.

دغه راز مېرمنې هم د هوا په سړېدو سره اخلی پخلی په پخلنځي کې دننه کوي چې له پخلنځي څخه لوګی په اسانۍ سره دباندي نه وزي.

دډاکټرانو په وينا،دوړې،خاورې او لوګی دستونې ددرد عوامل دي، همداراز د غاښونو پاک نه ساتل او نظافت ته پام نه کول هم د ستونې د درد لامل ګرځي.

يوه مور چې مارينا نومېږي وايي: ” زما څلور لوڼي د ستوني ناروغي لري چې ورسره يې تل پښې درد کوي، د زړه ناروغي هم ورته پيدا شوې ده “ .

د ډاکټرانو په وينا د دوړو باد او لوګي مخنيوی د ستوني د درد مخنېوی دی

خو د دې تر څنګ د غاښونو پاک ساتل او وخت پر وخت د مالګې د محلول غرغره کول هم ډېره ګټه لري. نسيمه ده وايي:

د ستوني درد
د ستونې د درد د مخنيوي يوه بله لار د پزې پاک ساتل دي.

”د کلي ژوند دی، د کور ټول کارونه مې له غاړي دي، ډوډۍ پخوم، ځای جارو کوم او کله چې پخلی کوم ځان له خاورو او لوګي څخه ساتم“ .

د ستونې د درد د مخنيوي يوه بله لار د پزې پاک ساتل دي، ځکه که پزه بنده وي انسان مجبورېږي چې د خولې له لارې تنفس وکړي

او په دې توګه دهوا مکروبونه خولې او بيا ستوني ته ځي.ډاکټر امان هايل په دې باب وايي:

”د غاښونو پاک ساتل، له دوړو او لوګي څخه ځان ساتل او په کورکې په ګډه د ځينو لوښو استعمال د ستوني د درد مخنيوی کوي“.

د غاښو ساتنه روغتيا او ژوند
د غاښونو ساتنه
بوډا او د غاښ دردروغتيا او ژوند
چينجن غاښونو
د نري رنځ له ناروغانو سره چلندروغتيااوژوند
د نري رنځ له ناروغانو سره چلند
د سترګو پردهروغتيا او ژوند
د سترګو پرده
د نري رنځ وايروسروغتيا او ژوند
نری رنځ يا سل
بې وخته پيدا شوی ماشومروغتيا او ژوند
بې وخته لنګون
توبرکلوزروغتيا او ژوند
نری رنځ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>