د انسان (٢٨) دايمي غاښونه له شپږ کلنۍ څخه تر (١٢) کلنۍ پورې شنه کېږي. دا غاښونه په ښه توګه د خوراک کولو، خبرو کولو او د څېرې د ښکلا لپاره دي. دکابل ولايت يوه اوسېدونکې پلوشه وايي: ”ما دغاښونو برس درلوده خو د غاښو مينځل مې له وسه نه کېده، هماغه وچې غاښونه مې چينجن او خراب شول“. په کابل کې د استقلال ليسې يو زده کوونکی مصطفی وايي: ”ما ډېر خواږه شيان خوړل او غاښونه مې نه پرېمينځل، اوس مې غاښونه چينجن دي“. ډېری خلک په دې باور دي چې يوازي د ډېرو خوږو شيانو خوړل د غاښونو د چينجن کېدو لامل ګرځي خو ډاکټر محمد رسول بيا وايي: ”د دې روغتيايې ستونزې اصلي لامل يو ډول باکټريا ده.خو ځينې داسې حالتونه شته چې د دې باکټريا فعاليت ته لاره اواروي لکه: د غاښونو پاک نه ساتل، په غاښونو د کلکو شيانو ماتول او د خوږو شيانو تر خوراک وروسته د غاښونو نه مينځل“ . د ډاکټرانو په وينا، که چېري يو غاښ چينجن وي بيا هماغه ساحه تور يا قهوه يي رنګ لري او اکثرا سوری وي،
 |   که مکروب د غاښ ريښې ته ورسېږي نو پرته له ايستلو يې بله چاره نشته.  ډاکټران |
همدا راز د خوږو، تودو، سړو او تروو شيانو په خوړلو سره هم غاښونه برېښ کوي. کله چې غاښونه سره کښېکښل شي نو يو پر بل فشار راځي او درد کوي، ځينې وخت په عادي حالت کې هم شديد درد لري او کله نا کله د خولې د بد بويۍ سبب کرځي. پلوشه زياتوي: "زما غاښونه چينجن دي، هر شی چې وخورم نو ناڅاپه درد پکي پيدا شي، داسي څړيکي وکړي چې سر مې ورسره درد وکړي، ډېره په عذاب يم“. ډاکټران وايې چې که مکروب غاښ سوری کړی نوډکېدای شي خوکه مکروب دغاښ ريښې ته ورسېږي بيانودغاښ له ايستلوپرته بله چاره نه شته. |