د غاښونو چينجن کېدل يوه داسي روغتيايي ستونزه ده چې د مخنيوي لاري چاري هم لري. سکينه چې د کابل ولايت اوسېدونکې ده، وايي: ”زما ټول ماشومان غاښونه برسوي بل داچې خواږه شيان لږ ورکوم، ځکه يې نو غاښونه نه دي چينجن شوي“. غاښونه بايد په ورځ کې دوه ځله برس شي او د غاښونو هر ځل برسول بايد لږ ترلږه دوې دقيقې دوام وکړي. د برس کولو طريقه بايد داسي وي چې غاښ له پاس نه کښته خواته او له کښتې نه پورته خواته برس شي خو فشار سره دې له برسولو ډډه وشي، همدا راز بايدد غاښونو برس ژر ژر بدل شي. بايد لوند برس په قطۍ کې پاته نه شي، ځکه چې بيا مکروبونه په برس کې وده کوي او له دې لاري غاښونو ته لار کوي. په دې باب يوه مېرمن سوله وايي : زه خپل غاښونه مسواکوم، ځکه حضرت محمد(ص) فرمايلي چې، هغه لمونځ تر نورو فضيلت لري چې لمونځ کوونکي يې غاښونه په مسواک وهلي وي. په يوه بل حديث شريف کې راغلي چې د مسواک په استعمال کې د خولې پاکي او د پاک الله رضا نغښتې ده.  | | | هغه لمونځ ترنورو فضيلت لري چې لمونځ کوونکي يې غاښونه په مسواک وهلي وي. |
که تر خوراک وروسته غاښونه ومينځل شي او بيا يې منځونه په تار پاک شي ډېره ګټه لري خو په غاښونو کې د ځينو نورو شيانو وهل، لکه د اورلګيد خلي، ستنه، سيخک او داسې نور تاوان لري. په دې باب ډاکټر محمدرسول وايي: ”د خوږو شيانوخوړل غاښونو ته تاوان نه کوي، خو که خواږه يا هغه شيان چې قندي مواد لري په غاښونوکې تر ډېره پاته شي غاښونه چينجن کوي. بايد ډېرې سريښناکي خوږې لږ وخوړل شي او يا دي له چايو سره وخوړل شي او تر خوړلو وروسته دي غاښونه برس شي. دغه ډول دي په غاښونو کلک شيان مات نه شي“. |