کله چې د انسان عمر ډېر شي او يايې سترګه تېره يا پڅه ضربه وويني، همداراز ځينې ناروغۍ د دې لامل ګرځي چې پر سترګو پرده راشي. که چېري دا ناروغي پرمختګ وکړي نو د ناروغ سترګې ديد نه شي کولای او د دې ناروغۍ د درملنې يوازينۍ لار عمليات کول دي. خو ډېر داسي کسان شته چې نه يوازي په عمليات کولو سره يې علاج نه دی شوی، بلکې له ډېرو نورو ستونزو سره هم مخ شوي دي، د پکتيا ولايت نه عبدالکريم وايي: ”وروسته د سترګو له عمليات څخه غره ته په لرګيو پسې تلم، درانه پېټي به مې پورته کول، ځکه مې اوس دسترګو نظر کمزوری شوی دی“. له خوست ولايت نه علم جانه وايي: ”تېر کال مې د خپلې يوې سترګې پرده عمليات کړه، له خاورو او دوړو څخه به مې ساتله، درانه کارونه به مې نه کول. له همدې امله مې اوس سترګه د پخوا په شان ديد لري او اوس چې مې خپله دوهمه سترګه عمليات کړې غواړم اوس هم دپخوا په شان احتياط وکړم“. ډاکټر کمال صافی په دې باب وايي: ”د سترګو د پردې له عملياتوڅخه وروسته ناروغان پوره پاملرنې ته اړتيا لري،  |   تر عمليات وروسته دې خوږمنه سترګه له دوړو او لوګي نه وساتي.  ډاکټر صافی |
هغوی دي درانه يا داسې کارونه نه کوي چې پر سترګو يې فشار راشي، خوږمنه سترګه دي له دوړو او لوګي نه وساتي او د مخ مينځلو پر مهال دې سترګې پټې ساتي“. ځينې کسان خپله خوږمنه سترګه په ټکري، څادر او دستمال پټوي. ځکه په دې کار سره سترګو ته مکروبونه انتقالېږي“. د درد او سوی له ډېرېدو دوروسته ناروغ ته د سر درد پيداکېږي او د سترګو ديد يې کمزوری کېږي. بايد په دې وخت کې ناروغ له ډاکټر ته مراجعه وکړي. |