اسماياسالنډي اوږد مهاله تنفسي ناروغي ده چې سړی په هر عمر کې په اخته کېدای شي، خو په سلوکې پنځوس پېښې يې په ماشومانو کې ليدل شوي دي. د سالنډۍ په ترڅ کې د ناروغ سږي د بېلابېلو لاملونو له مخي التهابي او تنګېږي چې په دې توګه د سا ايستلو عمليه له خنډ سره مخ کېږي او ناروغ په سالنډۍ اخته کېږي. ململه چې له خپل ماشوم سره په روغتون کې بستر ده وايي: ”لومړی مې ماشوم سينه بغل (سکاروی) شو، بيا څه موده وروسته د سالنډۍ حمله پر راغله، اوس ډاکټر وايي چې په سالنډۍ اخته دی“. د ډاکټرانو په وينا سالنډي اکثراً ارثي وي، د دې ترڅنګ تنفسي سيستم ته د ځينو مکروبونو ننوتل همدا راز تنفسي حساسيتونه، ځينې تنفسي ناروغۍ، دوړي، غبار، دود او نم يې هم لاملونه دي. سالنډي بېلا بېلې مرحلې لري، کله چې پر ناروغ حمله راشي نو که غم يې ونه خوړل شي، کېدای شي ناروغ اختلاج ته ولاړ شي، معنی داچې د ناروغ حالت له واکه وزي خوله او نوکان يې شنه اوړي سمې خبرې نه شي کولای او ذهني حالت يې خرابېږي چې دا حالت ډير خطرناک دی.  | | | په ساه لنډي اخته ناروغ دې ډېرې ژړا او ستړيا ته پرې نه ښودول شي. |
يوه مور چې نارنجه نومېږي وايي: ”پنځه ماشومان مې سالنډۍ وژلي دي يو دوه نيم کلن، بل درې کلن او درېم يې څلور کلن و“. ډاکټر فياض ساپی وايي: ”سالنډي په ماشومانو کې اکثراً تر بلوغ وروسته پخپله ښه کېږي او که ښه نه شي نو بيا نه ښه کېږي خو د کنټرول وړ ده “. هغه کسان چې د ناروغۍ لامل يې تنفسي حساسيت وي، د حساسيت ضد واکسين دي وکړي، بايد ناروغ له روحي اړخه ارام وساتل شي چې د سالنډۍ حمله ورباندي رانه شي. همداراز دي ناروغ ډېرې ژړا او ستړيا ته پرې نه ښودول شي او د ناروغۍ د کنټرول لپاره بايد ناروغ وخت پر وخت ډاکټر ته يووړل شي. |