BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:09 گرينويچ 2009 ,04 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: ايډز او روږدي کسان

ايډز او روږدي کسان

ايډز يوه دلېږد وړناروغي ده چې درملنه نه لري خو دمخنيوي وړ ده. په افغانستان کې ډيری خلک د ايډز له ناروغۍ مالومات نه لري.

ځينې خلک ايډز له نامشروع اړيکو پيدا کېدونکې بولي، خودا ناروغي د لېږد نورې لارې هم لري.

په دې کې يوه هم له يوه سرنج يا پيچکارۍ نه ګډ کاراخيستل دي. دل آغا، چې د هجرت پر مهال په نشه ای توکو روږدی شوی ، وايي:

" ډيری روږدي کسان په ډله ييزه توګه نشه ای مواد په يوه پيچکارۍ کې اچوي او ځانونو ته يې پېچکاري کوي. "

ډاکتران وايي چې پيچکاری تړلې هوا لری، له همدی امله د ايډز وايروس تر ډيره ژوندی پکې پاتې کيدای شي.

کله چې دا پيچکاري بيا ډکه شي، د دې امکان شته چې ژوندی وايرس د وينې له لارې روغو کسانو ته ولېږدي.

ايډز او روږدي کسان
ايډز له ګډې ستنې ياپېچکارۍ له لارې له ناروغ نه روغ کس ته لېږدي.

دعامي روغتيا وزارت سلاکار، ډاکتر عبدالله فهيم وايي:

" خلک بايد له يوځل مصرفه پيچکاريو کار واخلي، خو که ډېراړ وي، کولای شي پيچکاري او ستن يې تر نيم ساعت پورې په اوبو کې واېشوي.

استعمال شوې پيچکاری دی له ماشومانو لري وساتي، يا دې وسوځول شي او يا دې هم تر خاورو لاندي شي."

که چېرې دډاکترانولارښوونې عملي کړو، هم به مو خپل ځانونه له ايډز ساتلي وي او هم به مو له تور ژيړي او ځينو نورو خطرناکوناروغيو مخنيوی کړی وي.

والگى( زکام )روغتىا اوژند
والگى( زکام )
پوليوروغتيا اوژوند
پوليوياګوزڼ
روماتېزمروغتيا او ژوند
روماتېزم
سترګهروغتيا او ژوند
د سترګو د پردې د عمليات
يوه ماشومه چې په ساه لنډي اخته دهروغتيا او ژوند
سالنډي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>