BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:50 گرينويچ 2008 ,31 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتىا اوژند: والگى( زکام )

والگى ( زکام )

د زکام ىا والگى په ناروغۍ سړى دکال په هر موسم کې اخته کيږي خوداچې په ژمي کې يې پېښې ډېريږي خلک سړه هوا ددې ناروغۍ لامل بولي.

ډاکتران ځيني وايروسونه ، چي په سړه هوا کی په ښه توګه وده اوفعاليت کوي، ددې ناروغۍ اصلي لامل ګڼي.

زکام ساري ناروغي ده چې وايرس يې دپرنجي له لاري اودهغه شيانو سره دتماس له لارې روغ کس ته لېږدى چی په دې وايرس ککړ وي .

ډاکتران هم د ځينو خلکو تجربې دزکام لپاره ګټورې بولي لکه ناجيه دشيوکيو او سيدو نکی وايي:

"کله چی زکام کېږم په خوږ چاي کی ليمو او شات اچوم ، ورځ کی يې دوه درې ځلی څښم ، بيخي ورسره ښه کېږم.

بس پري د ښېوې دولسوالۍ اوسيدونکې وايي:

" کورمو مخ په سيوري و، خونې مو په بخارۍ هم نه ګرمېدې، ټول ژمى به مې ماشومان زکام وو ، ټولې پيسې مو په دوا لګېدې خو ګټه يې نه کوله.

والگى ىازکام
په والگى اخته کسان دې له لېمواو نارنج نه ګټه واخلي اوقوى خواړه دې وخورى.

خواوس مو له دې ناروغۍ ځانونه ژغورلي دي. د ژمي په پيل کې په هرديګ کې ټېپريا(شلغم) اچوم يا يې په اوبو کې ايشوم او ماشومانو ته يې ورکوم.

داکتر عتيق الله عالمي وايي : " يو نورمال انسان کيداى شي په کال کی څلورځلی په زکام اخته شي خوکه دوجود مقاومت يی ټيټ وي ،ډېر په دې ناروغۍاخته کيږي.

داسې کسانوته په کارده له ښو غذايي موادو ګټه واخلي لکه دوريجو اوبه اوښوروا وخوري ؛ له ليمواو نارنج نه ګټه واخلي اوداوبوبخارات تنفس کړي .

که ددې ناروغۍمخنيوى يا درملنه يې ونه شي ، کيداى شي د سږو ناروغۍ لکه سينه او بغل او نورې خطرناکې ناروغۍ سړي ته پيدا شي.

پوليوروغتيا اوژوند
پوليوياګوزڼ
روماتېزمروغتيا او ژوند
روماتېزم
سترګهروغتيا او ژوند
د سترګو د پردې د عمليات
يوه ماشومه چې په ساه لنډي اخته دهروغتيا او ژوند
سالنډي
اميدواره مورروغتيا او ژوند
د امېدوارۍ د دورې پالنه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>