BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:39 گرينويچ 2008 ,21 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: پوليو يا ګوزڼ

دپوليو دواکسين تطبيق
پوليوواکسين پنځه دورې لري چې بايدتطبيق شي ځکه ماشومان له هرډول ناوغيو ژغوري.
ګوزڼ يا دماشومانودفلج د ناروغۍ اصلي لامل يو ډول مکروب دی چې له بېلابېلو لارو د انسان وجود ته لار مومي او دا ستونزه رامنځته کوي .

د عامې روغتيا وزارت د چارواکو په حواله تېر کال د ګوزڼ ١٧ پېښې او سږ کال ١٣ پېښې ثبت شوې چې ډېری يې د هلمند او کندهار له ولايتونو دې.

مېرمن افغاني د پغمان د ولسوالۍ اوسېدونکې د خپلې ٥ کلنې لور په اړه وايې :

" زما د لور ښی اړخ ګوزڼ وهلی او فلج شوی ، سمه په لاره نه شي تلی او خبرې هم سمې نه کوي.

هغې ته مې د پوليو واکسين نه وو کړی ځکه دا مې لومړی ماشوم و ،په دې نه پوهېدم چې واکسين کول د ماشومانو لپاره ضرور دی ."

په دې اړه ډاکټر يوسف وايې : " ماشوم په سمه توګه په لاره نه شي تلی ، غاړه يې شخه پاتې کېږي ، ساه يې بندېږي ، له سترګو او پزې يې اوبه راځي ."

د ګوزڼ مکرو ب د هوا له لارې او همداراز په مکروب ککړو ترکاريو او ناپاکه اوبو له لارې هم د ماشوم وجود ته لار مومي .

پوليو
دفلج د ناروغۍ اصلي لامل يو ډول مکروب دی چې له بېلابېلو لارو د انسان وجود ته لار مومي.

ډاکټران وايې چې ځينې وخت د ګوزڼ مکروب ډېره موده په ستونې او کولمو کې پاتې کېږي . که چېرې د وجود مقاومت لوړ وي پخپله له مېنځه ځي.

که دوجود مقاومت ټيټ وي مکروب وده کوي او ناروغ په ګوزڼ اخته کيږي .

د پوليوواکسين پنځه دورې لري چې بايدتطبيق شي ځکه داکار د ماشومانو د وجود مقاومت لوړوي او له هرډول ناوغيويې ژغوري.

روماتېزمروغتيا او ژوند
روماتېزم
سترګهروغتيا او ژوند
د سترګو د پردې د عمليات
يوه ماشومه چې په ساه لنډي اخته دهروغتيا او ژوند
سالنډي
اميدواره مورروغتيا او ژوند
د امېدوارۍ د دورې پالنه
د ستوني دردروغتيا او ژوند
دستوني د درد مخنيوی
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>