BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:06 گرينويچ 2009 ,11 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: سياتيک

سياتيک

سياتيک (رګ النسا) د بدن تر ټولو اوږد رګ يا عصب دی چې له ملا شروع او د پښو تر ګوتو غزيږي.

که د دې رګ په يوه برخه زور راشي درد تر پايه احساسيدای شي. خو دا درد ولي پيداکيږي او د دې درد تشديدونکي عوامل څه دي؟

د ولي په نوم يو تن وايي: " ما څاه کيندله، ناڅاپه مې په ملا کې درد پيدا شو اواوس سياتيکي دردونه لرم. "

د غزني د ولايت يوه اوسيدونکې بخت بي بي بيا وايي چې دې ته د سياتيک دردونه له عصبي ناروغۍ وروسته پيداشول.

د ډاکټرانو په وينا د ملا د مريو( مهرو ) په منځ کې يو ډول مواد دي چې ډسک ورته وايي.

دا مواد د وخت په تيريدو او يا هم د شديدي ضربې له امله کمزوري کيږي، سولول کيږي او له مينځه ځي .

د دغو موادو په سوليدو سره د ملا مرۍ نږدې کيږي، د سياتيک عصب تر فشار لاندې راځي او انسان ته دا ناروغي پيداکوي.

سياتيک
دسياتيک دردونه په هغوبرخوکې ډېر وي چېرته چې عصب ترډېرفشارلاندې وي.

د دې درد توپير د ملا له نورو دردونو څخه دا دی چې درد له ملا څخه نيولې ان د پښو تر پنجو پورې رسيږي.

د وزير محمد اکبرخان د روغتون د فيزيوتراپي دبرخې يو ډاکټر ګل احمد طاهري وايي: "

دا ډول ناروغان بايد د درد ځای ته د کنګل(يخ) او تودو اوبو ماساژ ورکړي ، له درندو کارونو دې ډډه وکړي او آرام کول ورته ضروري دي."

ايډز او روږدي کسان روغتيا او ژوند:
ايډز او روږدي کسان
والگى( زکام )روغتىا اوژند
والگى( زکام )
پوليوروغتيا اوژوند
پوليوياګوزڼ
روماتېزمروغتيا او ژوند
روماتېزم
سترګهروغتيا او ژوند
د سترګو د پردې د عمليات
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>