د انسانانو په بدن کې معافيتي سيستم شته ، چې د مکروبونو په وړاندې جګړه کوي او تر وسه وسه يې دې ته نۀ پرېږدي ، چې انسان ناروغ کړي. کله چې د چا د بدن دغه دفاعي قوه کمزورې يا ټيټه شي په ډول ډول ناروغيو اخته کېږي په دې اړه څو تنو ناروغانو وويل: حبيبې وويل:" غبرګوني بچي مې پيدا شويدي ،شېدې مې نۀ درلودې ،وچې شيدې مې ورکولې خوارځواکي شول". حميد الله وويل:" هر کال پۀ ژمي کې ډېر ناروغه کېږم ، چې ډاګټر ته لاړ شم راته وايي ، چې بدن دې کمزوری شوی نۀ پوهېږم ، چې ولې". د انداراګاندي روغتون ډاکټر محمد عارف حسن زي وويل:" دانسان د بدن پياوړتيا د بېلابېلو لاملونو لۀ کبله کمېږي . دا لاملونه عبارت دي له سم خوراکي رژيم نۀ درلودل، ماشومتوب او د عمر ډېرېدل، په ناسالم چاپېريا ل کې ژوند کول ، سړه هوا او داسې نور ."  | | | له تازه مېوواوقوي خوړو گټه اخىستل اوسګرت نۀ څکول هم د بدن پياوړتيا لوړوي ". |
دبېلابېلو خلکودبدن د پياوړتيا دکچې دراټيټېدو دعواملوپه اړه ډاکتر حسن زي وويل: " ماشومان د ودې په حال کې وي، دناروغانو وجودناروغيوکمزوری کړی وي او دپاخه عمر خلکو بېلابېلې ناروغۍ تېرې کړې وي." دبدن دپياوړتيادکچې دلوړولوپه اړه نوموړی وايي: " په سړه هوا کې ځان تود ساتل، له تازه مېوواوقوي خوړو گټه اخىستل، د ځان او چا پير يال د پاکۍ خيال ساتل او سګرت نۀ څکول د بدن پياوړتيا لوړوي ". |