د کابل کې دماشوم دروغتيا روغتون ډاکټران وايي چې هره ورځ لۀ ٢٥ ډېر ماشومان د سينه بغل د ناروغي لۀ امله بستروي. سينه بغل يوه تنفسي ناروغي ده چې په سړه هوا کې يې پېښې زياتيږي .پۀ دې ناروغۍ کې سږي ګزک کوي ، او اکسيجن په سم ډؤل نه شي اخيستلای . يوه ميرمن،اصيلا، وايي: "د نه څلوېښت ورځوماشوم مې حمام ته بوتللو، لاره کې هوا ووهه ، سينه بغل شو." د پروان يوې مېرمنې وويل:" مونږ ماشومان تاودۀ ساتو ،جرابې او خولۍ ورپۀ سرکوو، د باندې يې نۀ پرېږدو او په يخه هوا کې يې سر او تن ورته نۀ مينځو". ځينې خلک په دې ناروغۍ کې د ماشوم سينه غوړوي ، شلغم ورته اوبو کې اېشوي ، اوماچ ورکوي اوپۀ سينه يې پلاستيک ږدي. ډاکتران ماشومانو ته داوبلنو خوړو ورکول تاييدوي خو د ماشومانو پرسينه د پلاستيک ايښودل نۀ مني .  | | | مېندې دې ماشوم ته پخپل سر دوا نه ور کوي او داولادونو تر منځ فاصله دې مراعات کړي. |
په دې اړه د خبرخانې مېنې روغتون ډاکټر مجيب الرحمن مومندوويل: "ماشو مان دې پخپل وخت واکسين شي ،د الادونو تر مينځ فاصله دې مراعات شي، په خپل سردوا دې نه ورکول کيږی اود خونو هوا هم بايد هميشه تبديله شي". سينه بغل يوه ساري ناروغي ده، مېندو ته ښايي چې په دې ناروغۍ اخته ماشومان له نورو ليرې وساتي." |