پرچا ملنډې وهل،ګواښل، رټل ، تحقير، تنبيه او لۀ دې سره پۀ څنګ کې پۀ لسګونه نور عوامل غصه ( عصبانيت ) پيدا کوي. دغصې د پيدا کېدو يو لامل کم خوني وي. يوه ميرمن ،راحله، وايي:" محر قه کې کم خونه شوم، سر راباندې ګرځېدۀ، ژړا راباندې بده لګېده". پۀ ښخو کې د کم خونۍ او عصبا نيت د اړيکو پۀ اړه دوزيراکبرخان روغتون يوډاکتر نقيب الله اواب، وايي: " مېرمنې په مياشتني عادت او داولاد په زېږون کې وينه ضايع کوي ، او ماشوم ته پۀ شيدو ورکولو هم کم خونه کېږي او د بدن اوسپنه کميږي. کله چې مغز او د بدن نورو برخو ته په پوره ډول اکسيجن او وينه ونۀ رسيږي ، عصبانيت ورته پيداکېږي". يوشمېر مېرمنې د کم خوني لپاره مميز او کښته لمدوي؛ انځر او خرما پۀ شېدو کې ايشو ي، زردالو خوري ، ځيګر او ترکاري کاروي.  | | | دملي سرخک، کاهو، پالک، اونورو ترکاريو خوړل دکم خونۍ او عصبانيت لپاره ګټور دي. |
ډاکټراواب د مېرمنو تجربې غوره وګڼلې او زياته يې کړه: " د کم خوني د مخنيوي لپاره داوسپنې لرونکو ميوو لکه مڼې ، کېلې، زردالو، مميز او خرما خوړل اړين دي. ددې ترڅنګ د ملي سرخک، کاهو، پالک، نوش پياز او داسې نورو ترکاريو خوړل هم دکم خونۍ او عصبانيت په مخنيوي کې ګټور دي." |