زړۀ پۀ دوامداره توګه د انسان د بدن هرې برخې ته ، د غټو او وړو رګونو پواسطۀ، وينه پمپوي. کله ناکله دبېلابېلو لاملونو له امله غټ او واړه رګونه تنګ اود وينې جريان د زړۀ فشارډېروي، چې دې حالت ته د وينې لوړ فشار وايي. د غزني اوسېد و نکي، سيدعلي ، وويل: " د ژوندانۀ ستونزو پۀ دې ناروغي اخته ګړی يم". د خانم ګل پۀ نامۀ يوې مېرمنې وويل: " د ورور، خوريي او ترور زوی مړينې راته د فشار ناروغي پيداکړې ده. "د وينې د لوړ فشاردپيداد لاملونوپه اړه دابن سينا روغتون ډاکټر محمد نعيم همدرد وويل: "فشار پۀ دوه ډؤله دی،چې پۀ يو ډول يې ٪ ٩٥ خلک اخته کېږي او لاملونه يې ځينې ژينيتيکي او محيطي فکتورونه وي.  | | | کله چې فشار لوړ وي ، زړۀ دوينې رسولولپاره ډېرې انرژۍ ته اړتيا لري |
پۀ پاتې ٪ ٥ خلکو کې ځينې ناروغۍ دي ، چې د فشار د رامنځته کېدو لامل ګرځي. کله چې فشار لوړ وي ، زړۀ دوينې رسولولپاره ډېرې انرژۍ ته اړتيا لري . په دې حالت کې د زړۀ د رګونو کار ډېرېږي او پۀ پايله کې د زړۀ حملې رامنځته کېږي. دلوړ فشار او شکرې ناروغان، ياهغه کسان چې وزن يې ډېروي،يانشته کوي ، کله چې ناڅاپی د غم يا خوښي خبره واوري، دزړۀ حمله پرې راځي." |