BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:57 گرينويچ 2009 ,20 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: دماشومانوذهني کمزوري

دماشومانو ذهني کمزوري

پرله پسې ناروغۍ، پۀ نشه يي توکو روږدېدل، ايډز، خواشيني، رواني ستونزې او نور ډېر لاملونه کولای شي ماشومانو ته دذهن کمزوري پيدا کړي.

يوې مېرمنې وويل: " ماشومه مې لۀ پنځه کلنۍ وروسته کمزورې شوې، داعصابو دوا ورکوو، د ليونيانوپه څېر خاندي".

داچې ماشومانو ته ولې دا ناروغي پيدا کېږي، پۀ کابل کې د رواني روغتون ډاکټر فريد احمد انوري وويل:

"ارثي لاملونه ، د ولادت پۀ مهال ستونزې ، دماشوم ضربه لېدل ، پۀ مناسب ځای کې ولادت نه کول او انتانات هم ددې لامل ګرځي ".

ډاکټران وايي هغه ماشومان چې ذهني کمزوری لري د هډونو د نرموالي ستونزه هم لري، سمې خبرې نشي کولای اوپه لاره دتګ شيمه هم نۀ لري .

ذهني کمزوري
د ولادت پۀ مهال ستونزې اوپۀ مناسب ځای کې ولادت نه کول هم دماشوم ذهن کمزوری کوي.

پۀ کابل کې د افغان روغتون ډاکټر عليشا برنا وويل:"په بدن کې دويټامين D او کلسيم کموالی ددې ناروغۍ دپيداکېدو لامل کيدای شي.

دماشوم ذهنی کمزوري ددې لامل ګرځي، چې پۀ لاسونو، پښو، سينه او د بدن نورو برخو کې کوږوالی رامنځته شي".

هغه ماشوما ن ، چې دغه ستونزه لري کلسيم لرونکي خواړه اومېوې دې وخوري او تر څنګ يې د کورنۍ شفقت، رحم او زړۀ سوي ته بې کچې اړتيا لري.

دغوږپردې مکروبي کېدلروغتيا او ژوند
د غوږ پردې مکروبي کېدل
د ای ويټامين لرونکې مېوې اوترکاريروغتيا او ژوند
ويټامين ای
د فشار آلهروغتيا او ژوند
د وينې لوړ فشار
عصبانيتروغتيا او ژوند
د عصبانيت مخنيوی
ميوېروغتيا او ژوند
عصبانيت او کم خوني
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>