خسمار هغه زخم ته وايي، چې د ګوتو لۀ نوکانو سره پۀ نږدې سيمه کې دازغي، ستنې او وړو لرګيو لۀ ننوتلو پيدا کېږي. داچې خسمار څۀ ډول پيداکېږي، د کابل يوې اوسېدونکې، مېرمن ماري وويل:" انګړ مې جارو کاوۀ، پۀ ګوته کې مې درد پيدا شو، بيا خسمار شو". د پروان ولايت د لغماني سيمې يوې مېرمنې مسلمې وويل:" پۀ ګوته کې مې درد و،ډاکټر ته ولاړم ، هغه وويل چې ګوته مې بايد پرې شي". د ابن سينا روغتون پخوانی ډاکټر اود جراحي متخصص ، زمري ايوبي وايي: " پۀ ګوته کې چې کوم لرګی يا بل شی ننوځي هغه مکروبي او خسمار شي". د خسمار د نښو پۀ اړه د لغمان اوسېدونکي، نجيب الله وويل:" خسما رمې پۀ ګوته پيدا شو،سوی او شديد در در ېې کاوۀ ". ځينې خلک ددې ستونزې لپاره کورنۍ درملنې هم کوي. د پکتيا اوسېدونکي، حاجي آرين وويل:  | | | پۀ ګوته کې چې کوم لرګی يا بل شی ننوځي، لومړی هغه مکروبي اوبيا خسمار شي |
" کورکمن لۀ واسيلنو سره ګډوو پرې ږدو يې، که پۀ دې هم ښۀ نۀ شو،کوری اغزی ميده کوو، له واسيلينو سره يې پرې ږدو". ډاکټرزمري ايوبي وويل:" مکروبي ځای پخپل سر بايد څيرې نۀ شي، ښايي ټپ نورهم مکروبي او پۀ غټ زخم بد ل کړي. پداسې حالاتوکې دې کورنۍ در ملنې نه کوي ، هرڅومره چې ژر کېدا شي بايدناروغ، روغتيايي مرکز ته مراجعه وکړي". |