د خپل وس نه دډيرو درنو کارونو ترسره کول انسان ته ډول ډول ناروغۍ پيدا کوي ، چي يوه يي د نو (نوم) وتل دي. که چېرې د نو په شااوخوا کې پړسوب پيداشي ، ډاکتران دې حالت د نوچوره اوکه پړسو ب ونلري ، سپازم( د خېټي د عضلاتو شخي) وايي. د نو دچوره کېدولاملونه سخت ټوخی ، په مېرمنو کی هر کال بچي زېږول ، په سر د درنو شيانو وړل ،بې ځايه ټوپ وهل او نور دي. دانسان د نو په شاوخوا کې ځينې نازکې پردې شته چې دڅيرې کېدوپه صورت کې دنو چوره پيداکيږي او کولمې دخېټې دپوستکي لاندې راوځي. د پروان ولايت اوسيدونکی، عبدالفتاح وويل چې سګرټ څکولو سخت ټوخی ورته پيد ا کړ چي له امله يې دنامه چوره شو.  | | | سخت ټوخی ، د مېرمنو هر کال بچي زېږول او له توان نه دډېردروندکارکول د نو وتولاملونه دي. |
نو وتل ځيني کورني درملنې هم لری. د لوګر ولايت اوسيدونکی، بازمحمد وويل چې دخېټې په غوړلواوپه نو دخمېرې کېښودلوسره روغ شو. په دې اړه د کابل د وزير اکبر خان روغتون ډاکټر، ميرويس وويل : "په نس د ګرمو شيانو اېښودل ډيره ګټه لري،خو دومره ګرم نه وي چي سړي پرې وسوځي. ددي سره سره که د انسان صحت ښه نشي ، ډېرې کانګې او د خيټې درد ورته پيدا شي ، ژر تر ژره بايدځان روغتيايي مرکز ته ورسوي." |